کراچۍ۔ 19 اگست (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن د خالي په ورځ د ټي بي مخنيوي قامي مهم پرانستې څخه وړاندې د قائد مزار ته حاضر شو او په دے ئې د ګلونو څادر خپور كړو۔ اولس مشر په دې مهال د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثر هم قلمبند كړل۔ ده ووئيل د ګران هېواد 70 مې سالګرې په مهال د قائد اعظم مزار ته حاضري مالپاره …
د اولس مشر ممنون حسېن د قائد اعظم مزار ته حاضري ٬ په مزار ئې د ګلونو څادر خپور كړو۔

مزید خبریں
کراچۍ۔ 19 اگست (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن د خالي په ورځ د ټي بي مخنيوي قامي مهم پرانستې څخه وړاندې د قائد مزار ته حاضر شو او په دے ئې د ګلونو څادر خپور كړو۔ اولس مشر په دې مهال د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثر هم قلمبند كړل۔ ده ووئيل د ګران هېواد 70 مې سالګرې په مهال د قائد اعظم مزار ته حاضري مالپاره يو درناوې دې۔ ده ووئيل د پاكستان مؤسس تعليمات او سياسي افكار قام لپاره د لارې مشال دے په كومو عمل كولو سره چې په ستونزو قابو موندل كېدې شي۔ اولس مشر په دې مهال يو بوټې هم ولګولو او دې سره ئې د ونو لګولو مهم پرانسته هم وكړو۔ په دې مهال د سندھ ګورنر محمد زبېر هم موجود وو۔ د سكول كوچنيانو اولس مشر او ګورنر ته سووینئر وړاندې كړل۔










