اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف او د امير قطر شيخ تميم بن حمد آل ثاني برګن سټاك كښې په تکنيکي كچه د خبرو اترو وړومبي دور د اطمينان څرګندوني سره د خبرو اترو كاميابۍ لپاره د مثبت پيش رفت سلسله جاري ساتلو په حاجت زور راوړو او دې خبري ته سلا شول چې د خبرو اترو عمل ته زيان رسونكي هڅو څخه محفوظ …
وزيراعظم محمد شهباز شريف قطر امير شيخ تميم بن حمد آل ثاني سره ټيليفوني تماس، برګن سټاك كښې په تکنيکي كچه د خبرو اترو په وړژمبي دور د اطمينان څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف او د امير قطر شيخ تميم بن حمد آل ثاني برګن سټاك كښې په تکنيکي كچه د خبرو اترو وړومبي دور د اطمينان څرګندوني سره د خبرو اترو كاميابۍ لپاره د مثبت پيش رفت سلسله جاري ساتلو په حاجت زور راوړو او دې خبري ته سلا شول چې د خبرو اترو عمل ته زيان رسونكي هڅو څخه محفوظ ساتلو ته اړتيا ده۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د قطر امير شيخ تميم بن حمد آل ثاني د شورو په ورځ ټيليفوني تماس نيولې۔دواړو لارښودو خپلو كښې په ښه چاپيرچل كښې خبري اتري وكړي۔د قطر اميرِ وزيراعظم له د پاکستان په کامياب سفارتي هڅو مباركي وركړه چې په نتيجه كښې ئې د امريکې او ايران ترمينځه تاريخي اسلام آباد مفاهمتي يادداښت لاس ليك شوې۔ده د وزيراعظم قيادت وستائيلو او د پاکستان د امن هڅو لپاره ئې د قطر د بشپړه حمايت څرګندونه وكړه۔وزيراعظم د قطر اميرِ امن هڅو كښې په پرله پسې او بشپړه مرسته مننه كولو سره ووئيل دا كاميابي د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په هڅو او د قطر پشمول د وړوڼو هېوادونو مهم كردار په سوب ممكن شوي۔ دواړو لارښودو سوئټزرلينډ په برګن سټاك سيمه كښې شوي په تکنيکي كچه د خبرو اترو په وړومبي دور د اطمينان څرګندونه وكړه او په دې خبره ئې زور راوړو چې بايد د مثبت پيش رفت سلسله جاري وستالې شي دغسې چې مذاکرات کامياب شي۔په دې لړ كښې دواړو لارښودو اتفاق وكړو چې مذاکراتي عمل ته زيانو رسونكي هڅو څخه محفوظ ساتلو ته اړتيا ده۔د قطر امير د راس لفان انډسټريل سټي برزان ګيس تنصيب كښې د اوور لګيدني افسوس وړ په پېښه كښې د يو پاكستاني وګړي په حق رسيدلو د غم دړد څركندونه وكړه۔ وزيراعظم د هغه په همدردۍ مننه وكړه۔ وزيراعظم سږ كال د دوحه خپلي دورې ذكر كولو سره د قطر امير له يو ځل بيا د پاکستان دورے بلنه وركړه۔د قطر امير سږ كال په آخر كښې د پاکستان دورې كولو خواهش څرګند كړو دغسې چې په دوه اړخيزه مرسته او د سيمي په صورتحال د خيالاتو څړګندونه وشي









