حج 2026 ښه انتظامات په نړيواله كچه ستائيلي كيدل د ټول قام لپره د فخر خبره ده۔وزيراعظم محمد شهباز شريف د مذهبي چارو وزارت او نجي څانګي سره تعلق لرونكو حج 2026 منتظمين ملاقات كښې خبري اتري

  اسلام آباد 24 جون  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د حج 2026 ښه انتظامات په نړيواله كچه ستائلي كيدل د ټول قام لپاره د فخر وړ ګرځولو سره وئيلي چې د خدمت، محنت او ديانت دغه جذبه قامونه عظيم جوړوي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د مذهبي چارو وزارت او نجي څانګي سره تعلق لرونكو …

 

اسلام آباد 24 جون  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د حج 2026 ښه انتظامات په نړيواله كچه ستائلي كيدل د ټول قام لپاره د فخر وړ ګرځولو سره وئيلي چې د خدمت، محنت او ديانت دغه جذبه قامونه عظيم جوړوي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د مذهبي چارو وزارت او نجي څانګي سره تعلق لرونكو حج 2026 منتظمينو ملاقات وكړو او هغه له ئې بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم ته ووئيل شول چې د نجي څانګي درې پاکستاني منظم د خپلي اعليٰ کارکردګۍ سره دا ايوارډز ترلاسه كولو كښې كامياب شوي۔ د پاکستان حج كونكو له ښه سهوليات په وركولو د سعودي عرب حکومت د اړخه درې حج منتظمينو له لبيتم ايکسيلنس ايوارډ (Labbaytum Excellence Award) وركړې شوي او  محمد عفان ذيشان د المعراج منظم، محمد شاهد رفيق د  ابراهيم منظم او زعيم اختر د الفتاح منظم بالترتيب وړومبې ، دويم او دريم پوزيشن ترلاسه كړې۔د بريفنګ له مخې ډائريکټر جنرل حج عبد الوهاب سومرو له هم په ښه کادکردګۍ لبيتم ايکسيلنس ايوارډ (Labbaytum Excellence Award)  وركړې شوې ۔ وزيراعظم درې واړو منظمينو او ډي جي حج له په ايوارډز ترلاسه كيدو او ښه کارکردګۍ مبارکي وركولو سره حج 2026  په ښه انتظامات وفاقي وزير سردار محمد يوسف او د وزارت ټولو افسرانو او عملے ډاډګيرنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل دا ايوارډز د سعودي عرب حکومت د اړخه د حج په مهال پاکستاني سرکاري او نجي حج سکيمونو ترمخه حجيانو له وركړې كيدونكي خدمات د ستائيلو او پاکستان لپاره اعزاز دے۔ ده ووئيل حکومت پاکستان او د مذهبي چارو وزارت پرله پسې  هڅو په نتيجه كښې حج 2026 انتظامات په نړيواله كچه ستائلي كيدل د ټول قام لپاره د فخر خبره ده،د خدمت، محنت او ديانت دغه جذبه ده چې قامونه عظيم جوړوي،دې خدمت سره نه يواځې د لوے څښتن رحمت بلکه د حج كونكو دعاګاني هم ترلاسه شوي او د پاكستان نامه روښانه شوي۔ وزيراعظم د دې باور څرګندونه وكړه چې نه تاسو يواځې د راروان كال حج انتظامات په موقع د دې محنت، ديانت او خدمت معيار برقرار ساتئ بلکه دا به لا ښه كولو سره نور ايوارډز ترلاسه كوئ۔ ملاقات كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف، بين الصوبائي کوآرډينيشن وزير او د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناء الله،د مذهبي چارو سيکريټري ابرار احمد مرزا، ډائريکټر جنرل حج عبد الوهاب سومرو، المعراج منظم سي اي او محمد عفان ذيشان، ابراهيم منظم سي اي او محمد شاهد رفيق او الفتاح منظم ډي اي او زعيم اختر صديقي شامل وو

مزید خبریں