وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو سره د ملګرو ملتونو پاکستان كښې ريذيډنټ کوآرډينيټر محمد يحييٰ او د تنظيم د بېلو ادارو نمائندګانو وليدل

اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن او د قامي اسمبلۍ غړې آصفه بھټو زرداري سره په ايوان صدر كښې د ملګرو ملتونو په پاکستان كښې ريذيډنټ کوآرډينيټر محمد يحييٰ او د ملګرو ملتونو د بېلو ادارو نمائندګانو ليدلي۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې د پاکستان او ملګرو ملتونو ترمېنځه په همكارۍ، قامي پرمختيائي ترجيحاتو، …

اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن او د قامي اسمبلۍ غړې آصفه بھټو زرداري سره په ايوان صدر كښې د ملګرو ملتونو په پاکستان كښې ريذيډنټ کوآرډينيټر محمد يحييٰ او د ملګرو ملتونو د بېلو ادارو نمائندګانو ليدلي۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې د پاکستان او ملګرو ملتونو ترمېنځه په همكارۍ، قامي پرمختيائي ترجيحاتو، موسمياتي بدلون، تعليم، سماجي تحفظ، صحت او د تل پاتي پرمختګ په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ملګرو ملتونو په پاکستان كښې ريذيډنټ کوآرډينيټر محمد يحييٰ هركلي كولو سره وړومبۍ مېرمنو ووئيل چې پاکستان د ملګرو ملتونو سره خپلې نزدې او ګڼ اړخيزه مرستې ته ډېر اهميت وركوي او پاكستان كښې د ملګرو ملتونو د کنټري ډلې كار ته په درنه سترګه ګوري۔ دې په ګرد هېواد كښې خدمات كوٶنكو د ملګرو ملتونو ادارو، فنډز او د پروګرامونو ستائنه وكړه او په خاص توګه اولسي صحت٬ د ماشومانو خېرښګره، تل پاتې پرمختيائي هدفونو او د موسمياتي بدلون په څانګو كښې مرسته د لا قوي كولو له د خواهش څرګندونه وكړه۔

مزید خبریں