فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د ليبيا عرب وسله والو ځواكونو ډپټي کمانډر انچيف وليدل،د شريكي خوښي په چارو،د سيمه ايزي سلامتيا په صورتحال،  دفاعي او عسکري مرستي په زياتولو د خيالاتو څرګندونه

  پينډۍ 24 جون  (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر و چيف آف ډيفنس فورسز  فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د ليبيا عرب وسله والو ځواكونو ډپټي کمانډر انچيف ليفټيننټ جنرل صدام خليفه حفتر جنرل هيډ کوارټرز (جي ايچ کيو) كښې وليدل۔جي ايچ کيو ته په رسيدو درې واړو وسله والو ځواكونو چټك ډلي ميلمه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر …

 

پينډۍ 24 جون  (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر و چيف آف ډيفنس فورسز  فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د ليبيا عرب وسله والو ځواكونو ډپټي کمانډر انچيف ليفټيننټ جنرل صدام خليفه حفتر جنرل هيډ کوارټرز (جي ايچ کيو) كښې وليدل۔جي ايچ کيو ته په رسيدو درې واړو وسله والو ځواكونو چټك ډلي ميلمه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر د اړخه جاري شوې بيان له مخې د ملاقات په مهال د شريكي خوښي په چارو ، د سيمه ايزي سلامتيا په صورتحال، د دفاعي مرستي او په عسکري كچه د مرستي زياتولو په تګلاره د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د دواړو اړخه دفاعي اړيكو لا قوي كولو او پېشه وره پوځي تربيي او سيکورټي څانګو كښې د مرستي زياتولو په اهميت زور راوړو۔فيلډ مارشل سيد عاصم منير د ملګرو هېوادونو سره امن، استحکام او تعميري رابطو ودي لپاره د پاك پوځ عزم رامخې ته كړو۔ګران ميلمه د پاکستان د وسله والو پېشه وره پوهه وستائيله او سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره ئې د هغوي د خذمات اعتراف وكړو۔

مزید خبریں