د پاکستان د امن هلو ځلو مقصد په منطقه كښې امن و استحکام ته وده وركول دي٬ د سعودي عرب پشمول د وروڼو هېوادونو ملاتړ ډېر اهم ٶ۔ د وزيراعظم شهباز شريف د تبوك ګورنر سره ټېلي فوني خبرې

اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د پاکستان د امن هلو ځلو مقصد په منطقه كښې امن و استحکام ته وده وركول دي٬ د سعودي عرب پشمول د وروڼو هېوادونو ملاتړ ډېر اهم ٶ۔ ده دا خبرې د سعودي عرب د تبوك صوبې ګورنر شهزاده فهد بن سلطان بن عبدالعزيز آل سعود سره كړې چا چې د شورو په ورځ وزيراعظم سره …

اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د پاکستان د امن هلو ځلو مقصد په منطقه كښې امن و استحکام ته وده وركول دي٬ د سعودي عرب پشمول د وروڼو هېوادونو ملاتړ ډېر اهم ٶ۔ ده دا خبرې د سعودي عرب د تبوك صوبې ګورنر شهزاده فهد بن سلطان بن عبدالعزيز آل سعود سره كړې چا چې د شورو په ورځ وزيراعظم سره ټېلي فوني تماس نيولي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخئ د دواړو مشرانو ترمېنځه په ګرمجوشۍ او خېرسګالۍ اډانه خبرې وشوې۔ په دې موقع د تبوك ګورنر د امريكې او ايران ترمېنځه د اسلام آباد مفاهمتي يادداښت لاسليك كېدو كښې د پاکستان په غېر معمولي سفارتي هڅو وزيراعظم له مباركي وركړه۔ وزيراعظم د تبوك د ګورنر مننه كولو سره ووئيل چې د پاکستان د امن هلو ځلو مقصد په منطقه كښې امن و استحکام ته وده وركول دي چې پكښې د سعودي عرب پشمول د وروڼو هېوادونو ملاتړ ډېر اهم ٶ٬ د پاكستان او سعودي عرب ترمېنځه د ورورولۍ د تاريخي اړيكو ذكر كولو سره وزيراعظم د سعودي ولي عهد و وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان پاکستان سره په مينه او خېرسګالۍ د زړه د خلاصه مننه وكړه٬ په دې موقع وزيراعظم د د تبوك ګورنر ته د پاكستان دورې بلنه هم وركړه

مزید خبریں