د نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د حضرت بري امام سرکارؒ د مزار انتظامي چارو په اړه د کمېټۍ غونډه

  اسلام آباد 24 جون  (اے پي پي) د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د  حضرت بري امام سرکارؒ مزار انتظامي چارو په اړه د كمېټۍ غونډي مشري وكړه۔د شورو په ورځ د نائب وزيراعظم آفس د اړخه جاري شوې بيان له مخې کمېټۍ په 14 اګست 2026ء د كيدونكي’’چادر پوشۍ دستوري ‘‘ او 15 نه تر 17 اګست 2026ء كيدونكي ’’عرس مبارك حضرت بري امام …

 

اسلام آباد 24 جون  (اے پي پي) د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د  حضرت بري امام سرکارؒ مزار انتظامي چارو په اړه د كمېټۍ غونډي مشري وكړه۔د شورو په ورځ د نائب وزيراعظم آفس د اړخه جاري شوې بيان له مخې کمېټۍ په 14 اګست 2026ء د كيدونكي’’چادر پوشۍ دستوري ‘‘ او 15 نه تر 17 اګست 2026ء كيدونكي ’’عرس مبارك حضرت بري امام سرکارؒ‘‘ په انتظاماتو او تيارو تفصيلي غور و فكر وكړو۔نائب وزيراعظم د دې روحاني و مذهبي مقصد لپاره د کمېټۍ غړو محنت او خذمات وستائيل۔ده د ريلوے وفاقي وزير په مشرۍ كښې جوړي ذيلي كمېټۍ ته سپارښتنه وكړه چې د مزار شريف خيال ساتلو، مرمت او  تعميراتي کارونو نګراني وكړي او دغه چاري تند رفتارۍ سره بشپړي كړي۔په غونډه كښې د ريلوے وفاقي وزير، د كورنيو چارو او منشيات مخنيوي وزير مملکت ، داخله سيکريټري ، د اسلام آباد چيف کمشنر ،د اسلام آباد ډپټي کمشنر٬ ليفټيننټ جنرل (ر) افضل جنجوعه، راجه سرفراز اکرم، ګوهر زاهد ملك او سهيل بھټي ګډون وكړو

مزید خبریں