اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف اولس او کاروباريانو لپاره ريليف تذ نظره ساتلو سره د بجټ په جوړولو حكومتي په خاص توګه د خزانې وزارت ډلې ډاډګيرنی كولو سره ووئيل بجټ كښې قام سره د شوو لوظونو له مخې تنخواہ داری طبقې، کاروباريانو او اولس ته بشپړ ريليف وركړې شوی۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان …
په بجټ كښې قام سره د شوو لوظونو له مخې تنخواہ داری طبقې، کاروباريانو او اولس ته بشپړ ريليف وركړې شو۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د حکومت معاشي ډلې سره په غونډه كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف اولس او کاروباريانو لپاره ريليف تذ نظره ساتلو سره د بجټ په جوړولو حكومتي په خاص توګه د خزانې وزارت ډلې ډاډګيرنی كولو سره ووئيل بجټ كښې قام سره د شوو لوظونو له مخې تنخواہ داری طبقې، کاروباريانو او اولس ته بشپړ ريليف وركړې شوی۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د حکومت معاشي ډلې سره په غونډه كښې د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، د خزانې وزير محمد اورنګزيب، د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال، د خزانې وزير مملکت بلال اظهر کياني، د خزانې سيکريټري، د اېف بي آر چيئرمېن او د حكومت د ټولې ډلې ستائنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل چې په بجټ كښې قام سره د شوې لوظونو له مخې تنخواہ دار طبقې، کاروباريانو او اولس ته بشپړه ريليف وركړې شوے٬ د معاشي ډلې په دې لړ كښې هڅې د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل چې په معاشي اشاريو كښې د بهترۍ خواږه به د هېواد تر هر وګړي رسولې شي۔ معاشي ډلې د وزيراعظم لخوا د ستائنې هركلي كولو سره ووئيل چې حکومت د محدود مالي وسائلو باوجود اولس ته زيات ريليف وركولو له كاميابې هڅې كړې دي٬ د معاشي ډلې غړو وزيراعظم د بجټ په تيارۍ كښې ټولو شراكتدارو سره د بجټ تجويزونو په اړه ملاقاتونه، اولس ته ريليف لپاره هدايات او آئي ايم ايف سره اولس ته ريليف لپاره د اقداماتو په اړه پخپله دلچسپي اخستو سره د معاملو په حل كولو مننه وكړه معاشي ډلې د وزيراعظم د امر له مخې د بجټ تيارۍ په اړه يو شمېر غونډې كړې او ټول طبقه فكر څخه ئۍ لارښودنه ترلاسه كړې دغسې چې يو متوازن بجټ وړاندې كولو سره اولس او محروم طبقو ته ريليف وركړې شي۔ معاشي ډلې د وزيراعظم په قيادت كښې د پاکستان ترقۍ و خوشحالۍ لپاره اقدامات جاري ساتلو لپاره د عزم څرګندونه هم وكړه۔









