لنډي كوتل 19 اګست (اے پي پي) په پاك افغان پوله طورخم د افغانستان د 98 مې استقلال ورحې په مهال پاكستاني امنيتي چارواكو د آئي جي فرنټيئر كور مېجر جنرل شاهين مظهر محمود لخوا افغان چارواكو ته ګلدستې او خواږه وړاندې كړل۔ افغان چارواكو هم پاكستاني چارواكو ته د وچې مېوې ډالۍ وركړه۔ د تفصيلاتو ترمخه په افغان سرحد طورخم د پاكستان امنيتي ځواكونو چارواكو افغان اهلكارو ته د …
د افغانستان د 98 مې استقلال ورځې په مهال د پاكستاني امنيتي ځواكونو لخوا افغان چارواكو ته ګلدستې وړاندې كړې شوې

مزید خبریں
لنډي كوتل 19 اګست (اے پي پي) په پاك افغان پوله طورخم د افغانستان د 98 مې استقلال ورحې په مهال پاكستاني امنيتي چارواكو د آئي جي فرنټيئر كور مېجر جنرل شاهين مظهر محمود لخوا افغان چارواكو ته ګلدستې او خواږه وړاندې كړل۔ افغان چارواكو هم پاكستاني چارواكو ته د وچې مېوې ډالۍ وركړه۔ د تفصيلاتو ترمخه په افغان سرحد طورخم د پاكستان امنيتي ځواكونو چارواكو افغان اهلكارو ته د 98 مې استقلال ورځې مباركي وركړې او د نېكو هيلو څرګندونه ئې كړې۔ د پاكستان لخوا د امنيتي ځواكونو چارواكو مشري لېفټېننټ كرنل مبشر كوله او د افغانستان لخوا كرنل نثار او بارډر انچارج هدايت الله او نورو اهلكارو نمائندګي وكړه۔ د پولې پورې غاړه افغان وګړو په دې مهال بھنګړې واچولې او د پاكستاني چارواكو مننه ئې وكړه۔










