د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ډېره غازي خان سره تعلق لرونكو د مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړو سره خبرې اترې

اسلام آباد 18 اګست (اے پی پی) وزیراعظم شاھد خاقان عباسی وئيلي دي د پاكستان مسلم ليګ (ن) حكومت د اولس په خذمت كلك باور لري او د اولسي مسئلو حل له اخلاص سره كار كوي۔ ده دا خبره ډېره غازي خان سره تعلق لرونكو د مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړو سره د جمعې په ورځ د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د قامي اسمبلۍ غړو …

اسلام آباد 18 اګست (اے پی پی) وزیراعظم شاھد خاقان عباسی وئيلي دي د پاكستان مسلم ليګ (ن) حكومت د اولس په خذمت كلك باور لري او د اولسي مسئلو حل له اخلاص سره كار كوي۔ ده دا خبره ډېره غازي خان سره تعلق لرونكو د مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړو سره د جمعې په ورځ د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د قامي اسمبلۍ غړو وزيراعظم خپلو خپلو حلقو كښې د روانو پرمختيائي سكيمونو په اړه خبر كړو۔ وزيراعظم ووئيل حكومت د سوئيلي پنجاب پرمختګ ته خاص پام لرنه كوي او پرمختيائي سكيمونو لپاره به زياتو نه زيات وسائل خپلولې شي۔ ده د خزانې وزارت ته هدايت وكړو چې د سيمې پرمختيائي پروژو لپاره دې بېل كړې شوې فنډز زر تر زره وركړې شي۔ ده د قامي اسمبلۍ په غړو زور راوړو چې هغوي مثبت بدلون راوستلو له تندۍ سره كار وكړي۔ وزیراعظم سره ملاقات كوؤنكو كښې وفاقی وزیر سردار اوېس احمد خان لغاری، د مواصلاتو دوهم وزير حافظ عبدالکریم، د قامي اسمبلۍ غړي سردار محمد امجد فاروق خان کھوسه، سردار محمد جعفر خان لغاری، حفیظ الرحمن دریشک، ملک سلطان محمد هنجرا، سردار عاشق حسېن ګوپانګ، صاحبزادہ فیض الحسن، سید محمد ثقلین شاہ بخاری او مسز شهناز سلیم ملک شامل وو۔ ملاقات كښې د پارلماني چارو وزير شېخ آفتاب احمد او د اطلاعاتو او خپرونو دوهمه وزيره مريم اورنګزېب هم موجود وه

مزید خبریں