اسلام آباد ۔ 17 اګست (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي چې د تېرو څلور كلونو په مهال د حكومت د فعاله ګامونو په سوب د رېلوے آمدن كښې ښكاره زياتوالې شوې۔ د رېلوے زمكو 95 فیصد ډیجیټلائزېشن بشپړ شوے۔ د قبضه مافيا په ضد كاروائي كوو۔ چاته به د رېلوے يو انچ زمكه هم وركولې نه شي۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې …
د تېرو څلور كلونو په مهال د حكومت د فعاله ګامونو په سوب د رېلوے آمدن كښې ښكاره زياتوالې شوې۔ د رېلوے زمكو 95 فیصد ډیجیټلائزېشن بشپړ شوے

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 17 اګست (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي چې د تېرو څلور كلونو په مهال د حكومت د فعاله ګامونو په سوب د رېلوے آمدن كښې ښكاره زياتوالې شوې۔ د رېلوے زمكو 95 فیصد ډیجیټلائزېشن بشپړ شوے۔ د قبضه مافيا په ضد كاروائي كوو۔ چاته به د رېلوے يو انچ زمكه هم وركولې نه شي۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د شېخ صلاح الدین ‘ ډاکټر عارف علوی او د صاحبزادہ یعقوب خان د پوښتنو په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل په كال 1987ء كښې د رېلوے د زمكو جمعه بازار لګېدلې وو۔ د رېلوے زمكې به وېشلې شوې۔ ده ووئيل د جمعه ګوټه چې كومې زمكې وړاندې وركړې شوي دي هغه وركړې شوې دي ولې اوس به چاته د رېلوے يو اېنچ زمكه هم وركولې نه شي۔ ده ووئيل کالا پل ته نزدې د رېلوے تر ټولو ګران پلاټ دے مونږ دا په كمرشل توګه كارول غوښتل ۔ خېبر پختونخوا او بلوچستان صوبې زمكه د رېلوے په نوم كړې۔ سندھ او پنجاب مرسته نه كوي۔ ده ووئيل په تېرو څلور كلونو كښې د رېلوے زمكه قبضه شوې نه ده۔ ده ووئيل د كچه آبادو په ضد كاروائي نه كوؤ۔ د شكيله لقمان ٬ شهريار آفريدي ٬ ساجده بېګم او شفقت محمود د پوښتنو په ځواب كښې ده ووئيل 7 لېول کراسنګ د تېر دور په 5 كلونو كښې بشپړ شوي او مونږ په څلور كاله كښې 120 لېول کراسنګ جوړ كړي دي۔ ده ووئيل كوهاټ څخه تر پنډۍ رېل سروس به په خپل دور كښې بحال كړو۔ د دې ټرېك 80 فيصد بشپړ كړې شوې۔ د كوهاټ رېلوے سټېشن اپ ګرېډېشن كوؤ










