حكومت كاروباري ورورولۍ آسانيو لپاره لوظي دې٬په اقتصادي محاذ ترلاسه كېدونكې ګټو ته ودې ترلاسه كولو لپاره پالېسۍ او اصلاحاتي ايجنډې روانې ساتلې شي

اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي برآمد كونكو ته د هېواد په برآمداتو كښې اضافې لپاره د حكومت لخوا د بشپړه مرستې باور وركړې او وئېلې يې دي چې حكومت كاروباري ورورولۍ آسانيو لپاره لوظي دې٬په اقتصادي محاذ ترلاسه كېدونكې ګټو ته ودې ترلاسه كولو لپاره پالېسۍ او اصلاحاتي ايجنډې روانې ساتلې شي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د وزيراعظم په …

اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي برآمد كونكو ته د هېواد په برآمداتو كښې اضافې لپاره د حكومت لخوا د بشپړه مرستې باور وركړې او وئېلې يې دي چې حكومت كاروباري ورورولۍ آسانيو لپاره لوظي دې٬په اقتصادي محاذ ترلاسه كېدونكې ګټو ته ودې ترلاسه كولو لپاره پالېسۍ او اصلاحاتي ايجنډې روانې ساتلې شي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د وزيراعظم په چېمبر كښې د برآمد كونكو پلاوي سره د خبرو په مهال وكړې۔په دې موقع د تجارت وزير پروېز ملك٬د وزيراعظم د اقتصادي چارو خاص مرستيال مفتاح اسماعيل هم موجود وو۔برآمد كونكو د برآمداتو ودې لپاره بېلا بېل تجويزونه وركړل۔وزيراعظم په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې د مسلم ليګ(ن)د حكومت لخوا پھ كال 2013 كښې د پېل كړې شويو اقتصادي پالېسو او اصلاحاتو په نتيجه كښې اقتصاد بحال شوې او معاشي استحكام بحال شوې د كوم اعتراف چې نړيوالو مالياتي ادارو او نامتو ريټنګ ايجنسو كړې۔ده ووئيل چې اقتصادي ګټې قوي كولو لپاره به پالېسۍ او اصلاحاتي ايجنډا روانه ساتلې شي

مزید خبریں