اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي حكومت د پوليو خاتمې لپاره د پياوړی كاركردګۍ څرګندونه كړی او په نتيجه كښې يې سږ كال د پوليو يوازې درې كېسونه رامخې ته شوي دي٬د پوليو د مخ نيوي كمپائن د كاميابۍ رفتار سره قوي اميد لرو چې د پاكستان څخه به ډېر زر دا رنځوري ختمه شي۔اولس مشر دا خبرې د روټري فاؤنډېشن مشر كليان …
حكومت د پوليو خاتمې لپاره د پياوړی كاركردګۍ څرګندونه كړی٬قوي هيله ده چې د پاكستان څخه به ډېر زر دا رنځ ختم شي

مزید خبریں
اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي حكومت د پوليو خاتمې لپاره د پياوړی كاركردګۍ څرګندونه كړی او په نتيجه كښې يې سږ كال د پوليو يوازې درې كېسونه رامخې ته شوي دي٬د پوليو د مخ نيوي كمپائن د كاميابۍ رفتار سره قوي اميد لرو چې د پاكستان څخه به ډېر زر دا رنځوري ختمه شي۔اولس مشر دا خبرې د روټري فاؤنډېشن مشر كليان بينرجي سره د خبرو پھ مهال وكړې۔په دې موقع د فاؤنډېشن سينئر غړې عزيز مېمن٬د پنجاب څانګې ګورنره مېرمن فائزه كمر او د سندھ بلوچستان څانګې ګورنر اويس كوهاري او پاكستاني حكومت د پوليو د مخ نيوي ايمرجنسي آپرېشن سل مشر ډاكټر رانا صفدر پشمول نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔اولس مشر ووئيل د پوليو د خپرېدو يو لويې سبب عسكريت خوښي وه پھ كومه چې تر ډېره حده قابو موندلې شوې او په نتيجه كښې يې هيله ده چې د هېواد څخه به دا رنځوري پھ بشپړه توګه ختمه شي۔اولس مشر ووئيل حكومت د پوليو خاتمې پوخ عزم لري او د دې خاتمې لپاره پھ بشپړھ توګه محنت روان دے او د دې نتيجې راوځي۔ده ووئيل د دې ډول رنځونو د خپرېدو يو بل سبب د تعليم نشت والې او د صحت د حفاظت د اصولو نه بې خبري هم ده۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئېل پھ دې لړ كښې حكومت په يوه جامع پلان كار كوي چې له مخې به يې پرائمري تعليم په بشپړه توګه مېرمنو ته وسپارلې شي۔دې سره به د مېرمنو د تعليم شرح زياته شي او د روغتيا په لړ كښې به هم شعور بېدار شي او د ټولنې څخه به د رنځورو خاتمې له مرسته تر لاسه شي۔په دې موقع د روټري فاؤنډېشن مشر كليان بينرجي د پوليو خاتمې په لړ كښې د خپلو هڅو څخه اولس مشر خبر كړو او وې وئېل د پوليو مخ نيوي په لړ كښې به فاؤنډېشن پاكستاني حكومت سره مرسته روانه ساتي۔ده د پوليو په ضد د كامياب كمپائن پھ لړ كښې د وفاقي وزيرې سائره افضل تارړ او د وزيراعظم كوآرډينېټرې عائشه رضا فاروق خذمات هم وستائېل










