پينډۍ 13اګست (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ د اتوار په ورځ د کوئټې دوره وكړه او د تيره شپه چاؤدنه كښې د شهيد شويو ځوانانو د جنازې په لمونځ كښې ئې ګډون وكړو۔ د بلوچستان ګورنر محمد خان اچکزئی ، د بلوچستان وزیراعلیٰ نواب ثناء اللہ زهری ، د كورنيو چارو وزیر احسن اقبال ، کمانډر سدرن کمانډ لیفټننټ جنرال عامر ریاض او نور …
سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ د کوئټې دوره ٬ د اتوار په شپه چاؤدنه كښې د شهيد شوويو ځوانانو د جنازې په لمونځ كښې ګډون

مزید خبریں
پينډۍ 13اګست (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ د اتوار په ورځ د کوئټې دوره وكړه او د تيره شپه چاؤدنه كښې د شهيد شويو ځوانانو د جنازې په لمونځ كښې ئې ګډون وكړو۔ د بلوچستان ګورنر محمد خان اچکزئی ، د بلوچستان وزیراعلیٰ نواب ثناء اللہ زهری ، د كورنيو چارو وزیر احسن اقبال ، کمانډر سدرن کمانډ لیفټننټ جنرال عامر ریاض او نور سول او پوځي افسرانو هم د جنازې په لمونځ كښې ګډون وكړو۔ سرلښكر د كوئټې سی اېم ایچ روغتون ته هم لاړو او هلته ئې د ژوبل كسانو پوښتنه وكړه۔ دې نه پس سر لښكر سدرن کمانډ هيډ کواټر كښې پېښې په اړه خبر كړې شو۔ سرلښكر د دې عزم پخلې كولو سره ووئيل د ترهه ګرو په ضد جنګ به تر بشپړه امن او استحکام ترلاسه كيدو روان وي۔ ده ترهه ګر تر منطقی انجام رسولو له ټولو ریاستی ادارو ته په هڅو تندولو زور راوړو۔ ده ووئيل پاکستانې قام به د ټولو شهيدانو قربانی تل ياد ساتي كومو چې د امن او سوكالۍ لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركړي۔










