اسلام آباد 10 اګست (اے پی پی) د پخواني وزیر اعظم نواز شریف قافله د زيارت پھ ورځ په دويمه ورځ د پينډۍ پنجاب هاؤس څخه لاهور ته روانه شوه۔ د اطلاعات له مخې تيره شپه هغه پينډۍ پنجاب هاؤس كښې تيره كړي۔د پخواني وزیر اعظم په مشرۍ كښې د مسلم لیګ (ن) دا قافله د ورځې 12 نيمكې بجې کچهری چوك څخه په جي ټي سړك لاهور ته روانه …
د پخواني وزیر اعظم نواز شریف قافله پينډۍ پنجاب هاؤس څخه لاهور ته روانه شوه

مزید خبریں
اسلام آباد 10 اګست (اے پی پی) د پخواني وزیر اعظم نواز شریف قافله د زيارت پھ ورځ په دويمه ورځ د پينډۍ پنجاب هاؤس څخه لاهور ته روانه شوه۔ د اطلاعات له مخې تيره شپه هغه پينډۍ پنجاب هاؤس كښې تيره كړي۔د پخواني وزیر اعظم په مشرۍ كښې د مسلم لیګ (ن) دا قافله د ورځې 12 نيمكې بجې کچهری چوك څخه په جي ټي سړك لاهور ته روانه شوې۔ نواز شریف تيره شپه کمېټی چوك كښې کارمندانو ته خطاب کړې ؤ۔ دې نه وړاندې هغه ګڼ شمير ګاړو او کارمندانو سره د قافلې په شكل كښې د اسلام آباد پنجاب هاؤس څخه خپل آبائی ښار لاهور ته روان شوې ؤ۔ په جي ټي سړك راتلونكو ښارونو او كليو كښې د پخواني وزیرا عظم استقبال له د هركلې کیمپ لګولې شوې ؤ چرته چې د ګوند كارمندانو په ښه ډول د خپل قائد هركلې له موجود ؤ دغسې ځائې په ځائې د استقبالیې بینرې او پوسټرې لګولې شوې وي۔










