اسلام آباد 07 اګست (اے پی پی)د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير خان وئېلي دي په لائن آف كنټرول د ډزبندۍ خلاف ورزي كولو سره هند په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو څخه نړيوال پام ګرځول او د كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو ته زيان رسول غواړي٬په اېل او سي د جنوري 2013 څخه تراوسه د هندي ډزو په نتيجه كښې 66 كسان شهيدان شوي ٬د 1 …
په لائن آف كنټرول د ډزبندۍ خلاف ورزۍ په كولو هند مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو څخه نړيوال پام ګرځول او د كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو ته زيان رسول غواړي

مزید خبریں
اسلام آباد 07 اګست (اے پی پی)د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير خان وئېلي دي په لائن آف كنټرول د ډزبندۍ خلاف ورزي كولو سره هند په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو څخه نړيوال پام ګرځول او د كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو ته زيان رسول غواړي٬په اېل او سي د جنوري 2013 څخه تراوسه د هندي ډزو په نتيجه كښې 66 كسان شهيدان شوي ٬د 1 نومبر 2016 څخه تراوسه د هند د اړخه په اېل او سي او وركننګ باؤنډري د ډزبندۍ 319 ځل خلاف ورزۍ شوي٬تېرو ورځو كښې په پارلمان كښې د وزيراعظم ټاكنې سره نړۍ له دا پېغام وركړی شوې چې په هېواد كښې حالات څنګه هم وي په آئين او قانون به عملداري كولې شي۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د خالده منصور د پوښتنې په ځواب د دفاع وزير خرم دستګير خان ووئيل د هند د اړه په لائن آف كنټرول د ډزبندۍ په خلاف ورزۍ پاك پوځ بشپړ ځواب وركوي۔پاكستان چرته هم وړاندې والې نه دې كړی۔ ده ووئېل هند په مقبوضه كشمير كښې د آزادۍ هلو ځلو ته زيان رسول غواړي او په كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو څخه د نړيوالې ورورولۍ پام ګرځول غواړي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ له په ګډه پارلمان قوي كول وي٬پارلمان زمونږ د عظمت نښه ده۔د ډزبندۍ خلاف ورزي كولو به ځواب وركولې شي










