د سوئېلي او مينځنۍ آسيا لپاره د امريكې دوهم خارجه سېكتر ايلس جي ويلز د سناتور محمد اسحاق ډار سره ملاقات

اسلام آباد 03 اګست (اے پی پی) د سوئېلي او مينځنۍ آسيا لپاره د امريكې دوهم خارجه سېكتر او پاكستان او افغانستان لپاره لنډ مهاله خاص استازي ايلس جي ويلز د زيارت په ورځ د انتخابي اصلاحاتو لپاره د پارلماني كمېټۍ مشر سناتور محمد اسحاق ډار سره ليدلي دي ۔سناتور اسحاق ډار دوهم خارجه سېكتر له د امريكې پھ خارجه محكمه كښې په نوې ذمه وارو سنبهالولو مباركې وركړه۔ده امريكائي …

اسلام آباد 03 اګست (اے پی پی) د سوئېلي او مينځنۍ آسيا لپاره د امريكې دوهم خارجه سېكتر او پاكستان او افغانستان لپاره لنډ مهاله خاص استازي ايلس جي ويلز د زيارت په ورځ د انتخابي اصلاحاتو لپاره د پارلماني كمېټۍ مشر سناتور محمد اسحاق ډار سره ليدلي دي ۔سناتور اسحاق ډار دوهم خارجه سېكتر له د امريكې پھ خارجه محكمه كښې په نوې ذمه وارو سنبهالولو مباركې وركړه۔ده امريكائي سفارتكار پاكستان كښې د انتخابي عمل لپاره د كړو اصلاحاتو نه خبر كړو۔ده ووئيل د كوټلو او عزم لرونكو هڅو په نتيجه كښې انتخابي نظام په حقله 8 بېل قوانين په يو قانون بدل كړی شوي او په دې لړ كښې د قانون مسوده پارلماني كمېټۍ چې پكښې د پارلمان د ټولو ګوندونو غړي شامل دي د مشاورت نه پس حتمي شكل وركړے۔ده ووئيل مسوده به ډېره زر پارلمان ته وړاندې كړی شي۔اسحاق ډار پارلماني سفارتكار سره د افغانستان پشمول د سيمې د سلامتيا په تازه وضعه هم خبرې وكړی۔اسحاق ډار ووئيل پاكستان د ټولو ګاونډيانو سره نزدې اړيكې او په سيمه كښې په امن او خوشحالۍ باور لري۔پاكستان د سيمه ايزو رابطو زياتوالي او د اقتصادي مرستې لپاره د ټولو ګامونو او هڅو مرسته كوې۔ده سفارتكار ته د قامي سلامتيا صلاحكار جنرال اېچ آر ماسټر سره د خپل اوسني ملاقات ذكر وكړو په كوم كښې چې دواړه لارښود د پاكستان او امريكې اړيكو قوي كولو ته سلا شوي وو ۔ده د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه او افغانستان كښې د امريكائي پوځ كمانډر جنرل نيكولسن د ملاقات هم ذكر وكړو۔ده ووئيل د پاكستان وسله وال ځواكونه او اولس د ترهه ګرۍ خاتمې له عزم لري۔او پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لويې ځاني او مالي قربانۍ وركړي۔د امريكې دوهم خارجه وزير د قامي معيشت قوي كولو او د سلامتيا مجموعي وضعې ښه والي له د پاكستان حكومت د هڅو ستائنه وكړه۔پھ پاكستان او افغانستان كښې د ترهه ګرۍ اوسنو بريدونو په ذكر كښې دوي د ترهه ګرۍ مخ نيوي او د ترهه ګرۍ خطرو خاتمې له پھ هڅو روانو ساتلو زور راوړو۔پھ دې مهال پاكستان كښې د امريكې سفير ډيوډ هل هم موجود وو

مزید خبریں