اسلام آباد 28 دسمبر (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان سره مشر سیاستمدار او پخواني وزیراعظم چودھری شجاعت حسېن د جمعې په ورځ ليدلې دي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا جارې شوي بیان له مخې د ملاقات په مهال د پنجاب اسمبلۍ سپيكر چودھری پرویز الهی او د قامی اسمبلۍ غړې چودھری مونس الهی هم موجود ؤ، د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال نعیم الحق هم پھ …
وزیر اعظم عمران خان سره چودھری شجاعت حسېن وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 28 دسمبر (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان سره مشر سیاستمدار او پخواني وزیراعظم چودھری شجاعت حسېن د جمعې په ورځ ليدلې دي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا جارې شوي بیان له مخې د ملاقات په مهال د پنجاب اسمبلۍ سپيكر چودھری پرویز الهی او د قامی اسمبلۍ غړې چودھری مونس الهی هم موجود ؤ، د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال نعیم الحق هم پھ دې موقع موجود ؤ۔ د ملاقات پھ مهال د هېواد په سیاسی چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې د دواړو ګوندو ترمينځه د مرستې زياتولو په حاجت زور راوړولې شو دغسې د مخالفې ډلې د منفی رویې مقابلې كولو پھ اړھ هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔











