اسلام آباد۔27جولائی(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي حكومت به پېشه ورو ځوانانو له قومي پرمختګ كښې د فعاله رول لوبولو نورې موقعې وركوي۔ هغه د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د منصوبه بندۍ او خاص اقدامات وزارت تر اهتمام لاندې د روان’’اړان اوورسیز پاکستانی سمر سکالرز پروګرام‘‘ ګډون كوونكو سره يو خصوصي نشست كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ګډون كوونكو ته د …
د خزانې وزير د ’’اړان اوورسیز پاکستاني سمر سکالرز پروګرام‘‘ ګډون كوونكو ته خطاب، معاشی اصلاحات او د پاکستان د سباؤن په تګلاره رڼا واچولې شوه

مزید خبریں
اسلام آباد۔27جولائی(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي حكومت به پېشه ورو ځوانانو له قومي پرمختګ كښې د فعاله رول لوبولو نورې موقعې وركوي۔ هغه د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د منصوبه بندۍ او خاص اقدامات وزارت تر اهتمام لاندې د روان’’اړان اوورسیز پاکستانی سمر سکالرز پروګرام‘‘ ګډون كوونكو سره يو خصوصي نشست كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ګډون كوونكو ته د خزانې وزارت ته په راتللو هركلي وئيلو سره دا پروګرام بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانو ځوانانو صلاحيتونه هېواد سره د تړلو يو مهمه هڅه وګرځوله۔ د خزانې وزير د پاكستان په روانه معاشي وضعه او د حكومت په اصلاحاتي ايجنډا رڼا واچوله۔ د نشست په پايه كښې د سوال او جواب سېشن كښې ګډون كوونكو د معاشی اصلاحات، برآمدات ودې ، موسمیاتی مالیات او د سرمايه كارۍ موقعو په شمول په بېلو موضوعاتو د خزانې وزير سره د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د خزانې وزير په ځوانانو سكالرانو زور راوړو چې هغوي دې خپله تعلیمي، تحقیقي او نړيواله تجربه د پاكستان په معاشي بدلون كښې په بشپړ ډول وكاروي۔ وفاقي وزير د دې عزم پخلے وكړو چې حكومت به پېشه ورو ځوانانو له قامي پرمختګ كښې د فعال كردار ترسره كولو نورې موقعې هم وركړي










