د ترهګرۍ په ضد روانې كارروائۍ لا موثره كولو لپاره د جديد ترين بكتر بند ګاډي كنجي د ټانك ډي پي او ته وركړې شوه

پېښور 27 جولائي (اے پي پي) د پېښور په سنټرل پوليس آفس كښې په يوه خاص دستوره كښې د خېبرپښتونخوا انسپكټر جنرل آف پوليس ذوالفقار حميد د ضلع ټانك آپريشنل استعداد زياتولو او د ترهګرۍ په ضد د روزانې كارروائۍ لا موثره كولو لپاره د جديد ترين بكتر بند ګاډي كنجي د ټانك ډي پي او ته وركړه ۔ د سنټرل پوليس آ فس وياند له مخې په دې موقع …

پېښور 27 جولائي (اے پي پي) د پېښور په سنټرل پوليس آفس كښې په يوه خاص دستوره كښې د خېبرپښتونخوا انسپكټر جنرل آف پوليس ذوالفقار حميد د ضلع ټانك آپريشنل استعداد زياتولو او د ترهګرۍ په ضد د روزانې كارروائۍ لا موثره كولو لپاره د جديد ترين بكتر بند ګاډي كنجي د ټانك ډي پي او ته وركړه ۔ د سنټرل پوليس آ فس وياند له مخې په دې موقع انسپكټر جنرل آف پوليس ووئيل د اوسني امنيتي صورتحال تر مخه صوبائي پوليس ته جديد دفاعي او آپريشنل وسائل وركول ضروري شوي دي۔ ده ووئيل  ټانك ترهګرۍ څخه ځپلو مهمو ضلعو كښې شامل دے، چرته چې پوليس په سختو حالاتو كښې خپله وظيفه ترسره كوي٬ په داسې حالات كښې جديد بكتر بند ګاډي وركول به د پوليس دفاعي صلاحيت او د ځوانانو تحفظ لا مضبوط كړي٬ آئي جي ووئيل  د لېول بي-7 پروټيكشن، ريموټ كنټرول ويپن سسټم او د جديد جيمر دا ګاډې به د ترهګرۍ په ضد انټيلي جنس بيسډ آپريشنز، هائي رسك مشنز، د قافلو حفاظت، د حساس تنصيبات امنيت او په سختو سيمو كښې مؤثره كارروائيو لپاره ډېر موثره ثابت شي۔ ده ووئيل  صوبائي پوليس د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د وړومبني صف ځواك دے او د پوليس آپريشنل بريا په ځائے ساتلو لپاره جديد وسله، بكتر بند ګاډي، ډرونز، اينټي ډرون سسټمز، جديد كميونيكيشن او د نګراني آلات مسلسل وركړې كېږي۔

مزید خبریں