په سوريه لګولې شوي بندېزونه دې ختم كړے شي ٬ ملګري ملتونه

دمشق۔ 27 جولائي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوترېس وئېلي دي د سوريه خلاف  لګولي شوي ټول اقتصادي بندېزونه  دې لرې كړې شي ۔ د العربيه اردو تر مخه  دا غوښتنه  هغه د سوريه  دورې په اختتام وكړه۔ په دې مهال  د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل د سوريه خلاف بندېزونو كښې د نرمۍ هر كلي كولو سره ووئېل  د دې نوو ګامونو سره به  د سوريه …

دمشق۔ 27 جولائي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوترېس وئېلي دي د سوريه خلاف  لګولي شوي ټول اقتصادي بندېزونه  دې لرې كړې شي ۔ د العربيه اردو تر مخه  دا غوښتنه  هغه د سوريه  دورې په اختتام وكړه۔ په دې مهال  د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل د سوريه خلاف بندېزونو كښې د نرمۍ هر كلي كولو سره ووئېل  د دې نوو ګامونو سره به  د سوريه لپاره د معاشي هلو ځلو بحالي ممكن شي ۔  هغه د سوريه خلاف د ټولو بنېدونو د ختمولو غوښتنه وكړه ۔ په سوريه كښې د 13 كاله كورنۍ جهګړې نه پس  د هېواد معيشت د نوي سره  ترتيبولو له هڅې روانې دي ۔  د نړيوال بېنك  يوې اندازې تر مخه  د بيا رغونې لپاره به 216 ارب ډالره پكار وي۔  سېكرټري جنرل ووئېل   يو اين او په دې مهمه موقع د سوريه اولس  سره ولاړ دے۔   هغه نړيوالې ورورولۍ ته غږ وكړو  چې  هغوي د  سوريه اولس او حكومت ملګرتيا وكړي ځكه چې سوريه دا وخت د ستونزو سره مخ ده۔  د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوترېس دا د سوريه وړومبۍ دوره ده  ۔ د دې نه وړاندې  په كال 2009 كښې د هغه وخت سېكرټري جنرل بان كي مون د سوريه دوره كړې وه۔

مزید خبریں