اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) د پاكستان چيف جسټس جسټس يحييٰ آفريدي وئيلي دي عدالتي نظام اتومېتك، مؤثر او اولسي ضرورتونو سره همكاره كولو لپاره د انصاف څانګې سره تړون لرونكو ډلو له ډيجيټل مهارت ضروري دے او د جديد ټيكنالوجۍ مؤثر استعمال به د انصاف په وخت، سپېځلې او مؤثره رسنه كښې كليدي كردار ولوبوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ سپريم كورټ آف …
د ډيجيټل ټيكنالوجۍ مؤثر استعمال جديد او اولس دوسته عدالتي نظام لپاره ضروري دے۔ چيف جسټس يحييٰ آفريدي

مزید خبریں
اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) د پاكستان چيف جسټس جسټس يحييٰ آفريدي وئيلي دي عدالتي نظام اتومېتك، مؤثر او اولسي ضرورتونو سره همكاره كولو لپاره د انصاف څانګې سره تړون لرونكو ډلو له ډيجيټل مهارت ضروري دے او د جديد ټيكنالوجۍ مؤثر استعمال به د انصاف په وخت، سپېځلې او مؤثره رسنه كښې كليدي كردار ولوبوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ سپريم كورټ آف پاكستان كښې د پنجاب بار كونسل پلاوي سره په ملاقات كښې كړې۔ په دې موقع چيف جسټس پلاوي د وفاقي جوډيشل اكيډمي د لارې د كار استعداد زياتولو په اړه د بېلو پروګرامونو نه هم خبر كړو او په وكيلانو ورورولۍ ئې زور راوړو چې ھغوي د تربيې او وظيفائي ترقۍ د شته موقعو څخه بشپړه استفاده وكړي ۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پنجاب بار كونسل وائس چيئرمين خواجه قيصر بټ په مشرۍ كښې په پلاوي كښې د ايګزيكټو كميټۍ چيئرمين فخر حيات اعوان، د پبليكيشن كميټۍ چيئرمين ملك غلام عباس نسوانه، سردار عبدالباسط خان بلوچ، ملك مقصود كھوكھر، رانا سر بلند خان، چوهدري عمر محمود، د پنجاب بار كونسل سيكرټري رفاقت علي سهال، او نور هم شامل وو










