د وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك په مشرۍ كښې د نېشنل انفارمېشن ټېكنالوجۍ د بورډ  اړوندو سپارښتنو  جاج اغستو او د آډټ كمېټۍ غونډه

اسلام آباد۔27جولائی(اے پی پی) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك د وزيراعظم په هدايت  د نېشنل انفارمېشن ټېكنالوجۍ بورډ (اېن آئي ټي بي) په اړه  د اړوندو سپارښتنو جاج اغستلو او د آډټ كمېټۍ اولنۍ غونډې مشري وكړه۔ د ګل په ورځ د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د آئي ټي او …

اسلام آباد۔27جولائی(اے پی پی) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك د وزيراعظم په هدايت  د نېشنل انفارمېشن ټېكنالوجۍ بورډ (اېن آئي ټي بي) په اړه  د اړوندو سپارښتنو جاج اغستلو او د آډټ كمېټۍ اولنۍ غونډې مشري وكړه۔ د ګل په ورځ د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د آئي ټي او ټېلي كميونيكېشن وفاقي وزير شزه فاطمه خواجه٬ د اسټېبلشمنټ ډويژن سېكرټري او د نېشنل انفارمېشن ټېكنالوجي بورډ چيف اېګزېكټو افسير هم ګډون وكړو۔ د غونډې په مهال كمېټۍ وفاقي وزير د اېن آئی ټی بی چارو ٬ كاركردګۍ ٬ د ادارې د كار زيات شوي استعداد ، د نظام لا مؤثره كولو او د آپرېشنل چارو لا ښه كولو له د وزيراعظم لخوا په جاري كرو 27 هدایاتو عملدرآمد كښې د شوي پېشرفت په  اړه خبر كړو۔ په غونډه كښې د اېن آئي ټي بي د كاركردګۍ لا ښه كولو ، د ادارہ جاتی چارو په مؤثره ډول د منظم كولو او د وزيراعظم په هدايات  سمدستي عملدرآمد باوري كولو له د بېلو اقدامات جاج هم واغستے شو۔ کمېټی به راتلونكو څو ورځو كښې يو وارې بيا غونډه كوي په كومه كښې به چې په هدايات د عملدرآمد پېشرفت نور جاج اغستلے شي او د سباؤن په تګلاره به غور كولې شي

مزید خبریں