د خېبر پښتونخوا ګورنر سره د تاباني ګروپ او شېنډونګ هائي سپيډ ګروپ پلاوي ملاقات

اسلام آباد۔27جولائی(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د تاباني ګروپ او شېنډونګ هائي سپيګ ګروپ داعلی كچې پلاوي ملاقات وكړو۔ د ګل په ورځ د ګورنر آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په خېبر پښتونخوا كښې د سرمايه كارۍ په موقعو ٬ بنيادي اډانې ، توان، معدنیات او اقتصادی همكارۍ ته ودې وركولو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه …

اسلام آباد۔27جولائی(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د تاباني ګروپ او شېنډونګ هائي سپيګ ګروپ داعلی كچې پلاوي ملاقات وكړو۔ د ګل په ورځ د ګورنر آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په خېبر پښتونخوا كښې د سرمايه كارۍ په موقعو ٬ بنيادي اډانې ، توان، معدنیات او اقتصادی همكارۍ ته ودې وركولو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع ګورنر ووئيل خېبرپښتونخوا د قدرتی وسائلو،معدنی زېرمو ، د پن بجلۍ بلها صلاحيت او جغرافیائی اهميت له امله زياته مناسبه صوبه ده۔ ده ځائي او بهرنيو سرمايه كارانو په خاص توګه چينائي سرمايه كارانو ته د سرمايه كارۍ بلنې وركولو سره ووئيل  د وفاق د استازي په توګه زه تاسو ته دا باور دركوم چې وفاقی حکومت او امنيتي ادارې به سرمايه كارمندانو ته هر ممكن امنيت وركوي دغسې چې هغوي په زړه پورې ډول خپلې منصوبې پېل كړې شي۔ ګورنر هيله څرګنده كړه چې چينائي حكومت او سرمايه كار به د خېبر پښتونخوا مائنز اېنډ منرلز انډسټری كښې هم سرمايه كاري وكړي او دې سره به صنعتي پرمختګ سره سره د روزګار نوې موقعې هم رامخې ته شي۔ ده ووئيل صوبائي حكومت به سرمايه كارانو سره هره ممكنه مرسته كوي او مؤثر امنيتي انتظامات به باوري كوي۔ پلاوي په خېبر پښتونخوا كښې د سرمايه كارۍ موقعو كښې ژوره خوښي ښكاره كولو سره ووئيل هغوي په بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ د امكانات جاج اخلي

مزید خبریں