اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي ميډيا انډسټري ته د ورمخې ته مالي ستونزو بنيادي سبب د كال 2019 پاليسۍ دي چې په سبب ئې د ميډيا ادارو لپاره شته مالي ګنجائش كښې كمے راغلے چې اثرات ئې نن هم په برقرار دي٬ په تېر دور حکومت كښې د پريس کلبونو فنډز محدود او د ټي وي چينلز …
د پخواني حکومت پاليسو په سبب د ميډيا ادارې مالي بحران سره مخ دي٬ خبريالانو او ميډيا ادارو ته د ورمخې ته مالي ستونزو حل او د ميډيا انډسټرۍ استحکام لپاره نوي پاليسي په معارفي كولو كار كوٶ۔عطاء الله تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي ميډيا انډسټري ته د ورمخې ته مالي ستونزو بنيادي سبب د كال 2019 پاليسۍ دي چې په سبب ئې د ميډيا ادارو لپاره شته مالي ګنجائش كښې كمے راغلے چې اثرات ئې نن هم په برقرار دي٬ په تېر دور حکومت كښې د پريس کلبونو فنډز محدود او د ټي وي چينلز سرکاري اشتهاراتو په بيعه كښې كمے شوے چې ورسره د ميډيا انډسټري مالي ستونزې سره مخ ده، موجوده حکومت كښې د ټي وي چينل يا ورځپاڼې سرکاري اشتهارات نه دي بند شوي ، حکومت د خبريالانو او ميډيا ادارو ته د ورمخې ته مالي ستونزو حل او د ميډيا انډسټرۍ استحکام لپاره د نوي پاليسي په معارفي كولو كار كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د نيشنل پريس کلب ويب باڼې اجراء دستورې په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع پرنسپل انفارميشن آفيسر رئيسه عادل، سينئر صحافي حاجي نواز رضا، د نيشنل پريس کلب صدر عبدالرزاق سيال، سيکريټري ډاکټر فرقان راٶ پشمول د پريس کلب نور عهديدار او خبريالان موجود وو۔ وفاقي وزير ووئيل نيشنل پريس کلب كښې په ښه ډول يو ګورننګ باډي څخه ذمه وارۍ بلې باډۍ ته منتقل شوې دي٬ انتخابات هم په زړه پورې او سوله ايز ماحول كښې شوي كوم چې د سياستمدارو لپاره د تقليد وړ مثال دے۔ وفاقي وزير ووئيل نيشنل پريس کلب يوازې د فيډريشن برخه نه دے بلكې ډېره مهمه اداره ده ۔ عطاء الله تارړ په دې موقع د پرنسپل انفارميشن آفيسر رئيسه عادل ته د ډي جي آئي پي ونګ اسلام آباد ټاکس په مهال په بهترين انتظامات پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل د اسلام آباد خبرو اترو په مهال خبريالانو لپاره ښه انتظامات شوې وٶ او د دغې په نړيواله كچه هم ستائنه شوې چې ورسره د پاکستان مثبت تشخص رامخې ته شوے۔ وفاقي وزير ووئيل ډيجيټائزيشن پلو تګ احسن او مهم ګام دے، هم دا د سباون ضرورت دے۔ ويب سائټ او د فهرستونو ډيجيټلائز څخه څرګندوېږي چې د نيشل پريس کلب وژن په اصلاحاتو او جدت اډانه دے ۔ وفاقي وزير نيشنل پريس کلب لپاره د ډيجيټل ليب جوړول د وخت ضرورت ګرځولو سره ډيجيټل ليب لپاره د هال بېلولو امر وكړٶ ۔ ده ووئېل په اطلاعات وزارت كښې هم په ډيجيټل کميونيکيشن ډيپارټمنټ كښې د ډيجيټل ليب جوړ كړے شوے چرته چې پوډ کاسټ سټوډيو هم جوړه كړې شوې ٬ د دې سهولت د لارې خلق خپل ريلز ريکارډ او رپورټ فائل كولې شي۔ عطاء الله تارړ ووئيل د حكومت هڅه وي چې د ميډيا د ادارو واجبات په وخت وركړې شي٬ حكومت د ميډيا ادارو څخه دا باور ترلاسه كړے چې كله هم د دوي د واجبات ادائيګي وكړې شي نو د ټولو نه وړواندې به د ملازمينو حق ادا كولې شي او د دوي پاتې تنخواګانې به وركولې شي۔وفاقي وزير ووئيل د ډيجيټل ميډيا اهميت پخپل ځاے تسليم شوے دے خو د پرنټ او اليکټرانک ميډيا خپل اهميت برقرار دے۔ ده په سوشل ميډيا خبرونه د ورځپاڼو او ټي وي څخه په ترلاسه معلومات اډانه وي ځكه د روايتي ميډيا اهميت هغسې موجود دے۔ ده ووئيل دا بشري حقونو بنيادي تقآضه ده چې خبريالان او د دوي د كورنيو تحفظ وكړے شي۔ وفاقي وزير په دې موقع خبريالانو لپاره د هيلتھ کارډ سهولت وركولو له د اقدامات هم امر وكړٶ۔ د ډيجيټل سکلز په اهميت زور راوړلو سره وفاقي وزير عطاء الله تارړ ووئيل سکل ډويلپمنټ د اهميت وړ دے ٬ په خاص توګه ډيجيټل څانګه كښې ډيجيټل کانټينټ کري ايشن او ډيجيټل مارکيټنګ اوس د خبريالانو وظيفائي چارو لپاره ضروري شوے ده۔ ده ووئيل د اطلاعات او خپرونو وزارت قائداعظم يونيورسټي، نسټ، کامسټيټس او نمل يونيورسټۍ پشمول بېلو پوهنتونون سره انتظامات کوي دغسې چې انفارميشن افسران او تاكلو خبريالانو لپاره د ډيجيټل کانټينټ کړي ايشن او ډيجيټل مارکيټنګ لنډ كورسز باوري كړې شي د كومو خرڅونه به چې وزارت برداشت كوي۔ وفاقي وزير ووېيل زه د ډيجيټل ميډيا د اهميت نه انکار نه كوم، حکومت خپله هم ډيجيټل نظام معارفي كړے دے خو د اليکټرانک او پرنټ ميډيا تحفظ او وده د وزارت د پالسيۍ برخه ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووېيل د جرنلسټس هاٶسنګ فيز ټو منصوبې په اړه به د پنجاب حکومت سره خبره كولې شي او صوبائي وزيرې عظميٰ بخاري سره د خبرو نه وروسته به خبريالا ورورولي خبرولې شي۔ په دې موقع د نيشنل پريس کلب لخوا وفاقي وزير ته د اعزازي رکنيت وركولو اعلان وكړې شو او دوي ته شيلډ هم وركرې شو۔ په دې موقع وفاقي وزير د نيشنل پريس کلب د ويب سائيټ رسمي پرانسته وكړه۔ په دې موقع پرنسپل انفارميشن آفيسر رئيسه عادل او نور هم موجود وو










