اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) پاکستان او انډونيزيا تر كال 2027 ترجيحي تجارتي لوظنامه د جامع اقتصادي شراكتدارۍ په لوظنامه بدلولو لپاره د هلو ځلو په تندولو اتفاق كړے او وزيراعظم محمد شهباز شريف انډونيزيا سره د معاشي اړيكو لا ښه كولو د خواهش پخلے كړے٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د انډونيزيا د سرمايه کاري او ډاٶن سټريم انډسټري وزير روسن روئيسلاني (Rosan Roeslani) په مشرۍ كښې …
وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د انډونيزيا د سرمايه کاري او ډاٶن سټريم انډسټري وزير روسن روئيسلاني وليدل، تر كال 2027 تجارتي لوظنامه د جامع اقتصادي شراكتدارۍ په لوظنامه بدلولو لپاره د هلو ځلو په تندولو اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) پاکستان او انډونيزيا تر كال 2027 ترجيحي تجارتي لوظنامه د جامع اقتصادي شراكتدارۍ په لوظنامه بدلولو لپاره د هلو ځلو په تندولو اتفاق كړے او وزيراعظم محمد شهباز شريف انډونيزيا سره د معاشي اړيكو لا ښه كولو د خواهش پخلے كړے٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د انډونيزيا د سرمايه کاري او ډاٶن سټريم انډسټري وزير روسن روئيسلاني (Rosan Roeslani) په مشرۍ كښې پنځه كسيز پلاوي د نهې په ورځ ليدلي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه په لسيزو اډانه د ورورولۍ اړيكې موجود دي كومې چې د وخت سره سره لا قوي كېږي۔ ده د انډونيزيا صدر پرابووو سوبيانتو لپاره د نېكو هيلو څرګندونې كولو سره ووئيل د پرابووو سوبيانتو تېر كال د پاكستان دوره د دواړو هېوادونو دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكم كولو په اړه ګټوره او د نتيجې وړ وه۔ وزيراعظم د نړيوال اقتصادي فورم 58مې غونډې په مهال د انډونيزيا صدر سره د خپل ملاقات ذكر كولو سره ووئيل پاکستان انډونيزيا سره معاشي اړيكې لا ښه كول غٶاړي، د ساورن ويلتھ فنډ ماډل په حواله د انډونيزيا تجربې څخه ګټه پورته كول غواړو۔ د انډونيزيا د سرمايه کارۍ وزير پاکستان ته په راتګ په تود هركلي او په كوربتوب د وزيراعظم او د پاكستان د حکومت مننه وكړه۔ هغه وزيراعظم ته د انډونيزيا صدر پرابووو سوبيانتو د نېكو هيلو پېغام ورسولو۔ هغه د دوه اړخيزه اړيكو لا زياتولو په اړه د انډونيزيا د عزم پخلے وكړو٬ دغسې دواړو هېوادونو تر كال 2027 ترجيحي تجارتي لوظنامه د جامع اقتصادي شراكتدارۍ په لوظنامه بدلولو لپاره د هلو ځلو په تندولو اتفاق وكړو۔ د ملاقات په مهال نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، وفاقي وزيران جام کمال خان، محمد اورنګزيب ، وزير مملکت بلال اظهر کياني، د وزيراعظم خاص مرستيالو طارق فاطمي، هارون اختر او اړوند لوړ پوري هم موجود وو











