د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د فيول سبسډۍ په اړه  د قامي سټيئرنګ كمېټۍ غونډه

  اسلام آباد 29 ستمبر(اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د وزيراعظم خاص فيول ريليف سكيم كاميابي ستائېلو سره وئېلي دي دا كاميابي د حكومت ټولو ادارو د شريكو هڅو عكاسي كوي۔د نهې په ورځ د نائب وزيراعظم دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې ده نن د نيويارك څخه په بيرته راتللو د وزيراعظم خاص فيول ريليف په سكيم د عملدرآمد جائزه اخستلو لپاره …

 

اسلام آباد 29 ستمبر(اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د وزيراعظم خاص فيول ريليف سكيم كاميابي ستائېلو سره وئېلي دي دا كاميابي د حكومت ټولو ادارو د شريكو هڅو عكاسي كوي۔د نهې په ورځ د نائب وزيراعظم دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې ده نن د نيويارك څخه په بيرته راتللو د وزيراعظم خاص فيول ريليف په سكيم د عملدرآمد جائزه اخستلو لپاره  د فيول سبسډۍ په اړه  د قامي سټيئرنګ كمېټۍ غونډې مشري وكړه۔كمېټۍ د رجسټرېشن٬ټوكن  كارولو٬ادائيګو او د ګيلو ازالې په اړه د پېشرفت جاج واخست۔كمېټۍ ته ووئيل شول تراوسه نزدې 76 لكه رجسټرېشن په كاميابۍ سره بشپړ شوي او د ټوكن استعمال عمل  دوهمه اونۍ كښې داخل شوے دے٬تراوسه 77 لكه 10 زره ټوكنز استعمال شوي۔نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار د سكيم كاميابي وستائېله او په دې خبره يې زور راوړو چې دا حكومت د اجد  ټولو ادارو شريكو هڅو عكاسي كوي چې پكښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كام وزارت٬د اطلاعات او خپرونو وزارت٬د پېټروليم وزارت٬اوګرا٬سټيټ بانك آف پاكستان او صوبو هڅې  شامل دي ۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير مستحقين ته آسانۍ وركولو او په ټول هېواد كښې خذمات د كوم تعطل نه باوري كولو لپاره پرله پسې د رابطه كارۍ په ضرورت زور راوړ و۔په غونډه كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيرانو او د اطلاعات او خپرونو٬د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه٬وفاقي او صوبائي سېكرټريز او سټيټ بانك آف پاكستان ٬اوګرا٬اين آئي ټي بي او پي ډي اے چارواكو ګډون وكړو۔

 

 

 

 

 

مزید خبریں