وزيراعظم محمد شهباز شريف د برتانيې دورې په مهال د نړۍ نوموړو مالياتي ادارو باركليز، جے پي مورګن، سټي، بليك راك او د روتھ شيلډ اينډ كو لوړ پورو سره جلا جلا وليدل

  لندن 29 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د برتانيې دورې په مهال د نړۍ نوموړو مالياتي ادارو باركليز، جے پي مورګن، سټي، بليك راك او د روتھ شيلډ اينډ كو لوړ پورو سره جلا جلا وليدل٬ په دې ملاقاتونو كښې د پاكستان په معاشي اصلاحاتي تګلاره ، معاشي استحكام، د سرمايه كارۍ سازګار ماحول او د نړيوالې مالياتي څانګې سره مرستې ته په ودې وركولو تفصيلي …

 

لندن 29 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د برتانيې دورې په مهال د نړۍ نوموړو مالياتي ادارو باركليز، جے پي مورګن، سټي، بليك راك او د روتھ شيلډ اينډ كو لوړ پورو سره جلا جلا وليدل٬ په دې ملاقاتونو كښې د پاكستان په معاشي اصلاحاتي تګلاره ، معاشي استحكام، د سرمايه كارۍ سازګار ماحول او د نړيوالې مالياتي څانګې سره مرستې ته په ودې وركولو تفصيلي خبرې شوي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د باركليز هيډ آف پرائيويټ بينك اينډ ويلتھ مينجمنټ يو كے محمد كمال سيد سره په ملاقات كښې وزيراعظم په پاكستان كښې د بينك د خوښې هركلے وكړو۔ وزيراعظم دوي د حكومت لخوا معاشي استحكام لپاره د شوو اقداماتو نه خبر كړل او باركليز ته د پاكستان په مالياتي څانګه او كاروباري موقعو كښې يې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه۔ د جے پي مورګن شريك چيف ايګزيكټو ميتھيو ولټز په مشرۍ كښې د لوي كچې پلاوي سره په ملاقات كښې سرمايه ماركيټس، تجارتي فنانسنګ او انويسټمنټ بينكنګ په څانګه كښې د مرستې په زياتولو خبرې وشوې۔ دغس ېوزيراعظم جے پي مورګن  ته په پاكستان كښې د خپلو هلو ځلو او موجودګۍ  لا پراختيا  بلنه وركړه۔ پلاوي د پاكستان خپلواكه قرضه جات په كيپټل ماركيټس او كارپوريټ بينكنګ په څانګو كښې د خوښۍ څرګندونه وكړه ۔ د سټي چيف كلائنټ آفيسر ډيوډ ليونګ اسټون په مشرۍ كښې اعليٰ چارواركو سره په ملاقات كښې وزيراعظم په پاكستان كښې د بينك د اوږدې مودې د موجودګۍ ستائنه وكړه او د كارپوريټ و اداره جاتي بينكنګ خدمات ته د لا پراختيا وركولو ئې ډاډګيرنه وكړه۔ د بليك راك د ايمرجنګ ماركيټس اينډ فرنټيئرز شريك مشر ګورډن فريزر او د سيم ويچ  او د پورټ فوليو مينيجر و ريسرچ اينالسټ ايملي فليچرپر باندې مشتمل پلاوي سره په ملاقات كښې وزيراعظم د فرنټيئر ماركيټس  تګلارې له مخئ د پاكستاني ايكويټيز او فكسډ انكم كښې د سرمايه كارۍ زياتولو بلنه وركړه او د دواړو اړخونو د سرمايه كارو باور لپاره د پاليسيو د تسلسل په اهميت يې زور راوړو۔ د روتھ شيلډ اينډ كو چيئر، جيو سټريټجك ايډوائزري لارډ مارك سيډول او هيډ آف يو كے انويسټمنټ بينكنګ مجيد اسحاق سره په ملاقات كښې د پاكستان  په جيو اكنامك ترجيحات او كيپټل ماركيټس و سرمايه كارۍ د لائحې په  اړه په ممكنه مشاورتي مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ د ټولو ملاقاتونو په مهال د نړيوالو مالياتي ادارو اعليٰ چارواكو د پاكستان په معاشي اصلاحاتي عمل كښې په پېشرفت د باور څرګندونې كولو سره د هېواد مالياتي څانګې سره مرسته او روابط لا قوي كولو لپاره د عزم پخلے وكړو٬ ملاقاتونو څخه د پاكستان د معاشي اصلاحاتي پروګرام په اړه د نړيوالو ادارو د زياتېدونكې خوښۍ او باور څرګندونه كېږي۔ دا ملاقاتونه د حكومت لخوا د نړيوالو سرمايه كارو باور لا مستحكمولو او په هېواد كښې تل پاتې سرمايه كارۍ ته ودې وركولو لپاره په روانو پراخه هلو ځلو كښې مهم پېشرفت دے٬ د دې ملاقاتونو په مهال د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب او نجكارۍ لپاره د وزيراعظم سلاحكار محمد علي هم موجود وٶ۔

مزید خبریں