وزيراعظم شهباز شريف د لندن سټاك ايكسچينج د ماركيټ اوپن دستوره كښې ګډون٬ شهباز شريف د سټاك ايكسچينج د ټريډنګ اوپننګ اعزاز ترلاسه كونكے وړٶمبے پاكستانے وزيراعظم شو، پاكستان داسې ماركيټ دے چرته چې غېر ملكي سرمايه كاري په آسانۍ سره راغب كېدې شي۔ وزيراعظم

  لندن 29 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په پاكستان كښې غېر ملكي سرمايه كارۍ لپاره د زړه راښكوٶنكو موقعو څخه د مستفيد كېدو په ضرورت زور راوړلو سره ووئيل كه خليجي بحران نه ؤ رامخې ته شوے نو مونږ به د رامخې ته كېدونكو نورو هېوادونو په څېر د پرمختګ په لاره روان شوي وو، مونږ د دې چېلنج مخنيوي سره سره د امريكې او ايران …

 

لندن 29 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په پاكستان كښې غېر ملكي سرمايه كارۍ لپاره د زړه راښكوٶنكو موقعو څخه د مستفيد كېدو په ضرورت زور راوړلو سره ووئيل كه خليجي بحران نه ؤ رامخې ته شوے نو مونږ به د رامخې ته كېدونكو نورو هېوادونو په څېر د پرمختګ په لاره روان شوي وو، مونږ د دې چېلنج مخنيوي سره سره د امريكې او ايران ترمېنځه ثالثۍ او امن لپاره هم كردار لوبوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د لندن سټاك ايكسچينج ماركيټ اوپن دستوره كښې د ګډون په مهال كړې۔ شهباز شريف د پاكستان وړومبے وزيراعظم شو چا ته چې د لندن سټاك ايكسچينج ټريډنګ اوپننګ اعزاز ترلاسه شوے٬ لندن سټاك ايكسچينج ته په راتګ د لندن سټاك ايكسچينج ګروپ چيف ايګزيكټو آفيسر ډيوډ شوئمر او سينئر چارواكو د وزيراعظم هركلے وكړو۔ په دې موقع د پاكستان د 3 اربه ډالرو Dual Tranche  يورو بانډز لسټنګ د مخ كتنې دستوره هم وشوه۔ دستورې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل د لندن سټاك ايكسچينج د دې دستورې پرانسته زما لپاره د خوشحالۍ او درناوي خبره ده، دا دستوره به يقيناي ده د پاكستان معيشت لا مضبوطولو لپاره مرستياله ثابت شي،  ده ووئېل دا دا خبره په باور سره كولې شم چې مونږ خپلې معاشي اشاريې په ځانګړې توګه ښې كړې دي كومې چې سباون لپاره د ډاډ او د هيلې وړ دي۔ ده ووئيل په دې وروستو كښې د خزانې وزير او د ھغه ډلې لخوا د درې اربه ډالرو ماليت د يورو بانډز او د خپلواكه قرضو انتظام كاميابي د دې خبرې واضحه مثال دے٬ دا زمونږ د مكمل محنت٬ د ژورو او د بنيادي نوعيت ساختي اصلاحات، معيشت ډيجيټل كولو او د معيشت بيا په سم  لوري روانولو لپاره د شوو ضروري اقداماتو عملي ثبوت دے۔ وزيراعظم يو ځل بيا د خزانې وزير، د نورو اړوند اقتصادي وزيرانو، سيكرټريز او د حكومتي افسرانو د هلو ځلو ستائنه وكړه چا چې زمونږ د معيشت تعمير او بهترۍ لپاره د ذكر وړ كار كړے دے۔ وزيراعظم ووئيل اوس وخت راغلے دے چې مونږ د خليجي بحران په تناظر كښې نوې سبقونه زده كړو، سرمايه كار اوس د محفوظ ماركيټ جاج او تجزيه كوي او پاكستان يو داسې ماركيټ دے چرته چې مونږ غېر ملكي سرمايه كار په آسانۍ سره راغب كولې شو٬  ده ووئېل دا سرمايه كاري ډېره ګټوره٬ په شريكه توګه سود منده، محفوظ او مستحكمه كېدې شي٬  په دې لړ كښې به زمونږ د خزانې وزير او د اقتصادي ډلې نور مهم غړي په رابطه كښې اوسېږي۔وزيراعظم ووئيل زه په دې ډېر خوشحاله شوم چې تاسو پاكستان لپاره ناآشنا نه ئئ٬ ځكه ما خپل هائي كمشنر ته ووئيل چې تاسو ته د پاكستان د دورې په زړه پورې بلنه دركړي او په دې بلنه تاسو د خپل سهولت له مخې د نيټې پرېكړه كولې شۍ او پاكستان سره تړلو د خپلې ځوانۍ ښائسته يادونه يو ځل بيا تازه كړئ۔ د لندن سټاك ايكسچينج ګروپ چيف ايګزيكټو آفيسر ډيوډ شوئمر او د لندن سټاك ايكسچينج ګروپ سينئر چارواكو د وزيراعظم هركلے وكړو۔ د لندن سټاك ايكسچينج ماركيټ اوپن دستوره په پيټرنوسټر سكوائر هېډكوارټر كښې وشوه او د دې د لارې په لندن كښې د كاروباري ورځ ټريډنګ رسمي پېل كېږي

مزید خبریں