د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غونډه٬پاكستان مقبوضه فلسطين سيمه كښې د اسرائيل آبادكارۍ كښې د پراختيا مخ نيوي او د وګړو تحفظ لپاره د سمدستي ګامونو غوښتنه وكړه

  ملګري ملتونه 29 ستمبر(اے پي پي)پاكستان  د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې  د مقبوضه فلسطين سيمې پشمول ختيز بيت المقدس كښې د اسرائيل آباد كارۍ هلې ځلې په سمدستي توګه مخ نيوي او روان تشدد څخه وګړو  له تحفظ لپاره  د سمدستي ګامونو غوښتنه كړې ده۔دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان نائب مستقل استازي عثمان جدون تېره ورځ  د مينځني ختيز صورتحال په اړه د سلامتي كونسل …

 

ملګري ملتونه 29 ستمبر(اے پي پي)پاكستان  د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې  د مقبوضه فلسطين سيمې پشمول ختيز بيت المقدس كښې د اسرائيل آباد كارۍ هلې ځلې په سمدستي توګه مخ نيوي او روان تشدد څخه وګړو  له تحفظ لپاره  د سمدستي ګامونو غوښتنه كړې ده۔دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان نائب مستقل استازي عثمان جدون تېره ورځ  د مينځني ختيز صورتحال په اړه د سلامتي كونسل غونډې ته خطاب كښې كړی۔ده د غېر قانوني اسرائيلي كليو  څخه په راغلو څيزونو د برتانيې٬فرانس او د كاناډا بنديزونو هركلي كولو سره ووئېل د غېر قانوني آبادكارۍ هلې ځلې او دا په ځائے ساتونكو له نتيجې سره مخ كېدل پكار دي۔پاكستاني استازي زور راوړو چې غزه او د مغربي غاړې پشمول ختيز بيت المقدس يو جغرافيائي وحدت دے۔ده ووئيل  فلسطيني اولس له نور انتظار نه دې پكار۔دا غونډه په داسې وخت كښې شوې كله چې مينځني ختيز كښې د امن امكانات د دوو محاذونو د فشار ښكار دي۔پاكستان استازي ووئيل د دې امن پروژې نور پاتې پړاؤنه كومو كښې چې د اسرائيل بشپړ انخلا شامله ده خو تراوسه نافذ كړې شوې نه ده او د نړيوال قانون له مخې د اسرائيل آبادكاري غېر قانوني حېثيت هم د شخړې يو مهمه نكته ده۔ده غزه كښې د امن په اړه په قرارداد 2803 د بشپړ عملدرآمد غوښتنه وكړه كوم كښې چې په جنګ بندۍ د بشپړ عمل درآمد٬ بغېر د خنډ نه د بشري مرستې وركړه او بيا رغونه شامل ده ۔ده ووئيل د لويديزې غاړی او غزه څخه د فلسطينيانو جبري بې دخلي يا په فلسطيني سيمه قبضه هم  په ښكاره توګه رد كول پكار ده۔

مزید خبریں