ګورنر فیصل کریم کنډي  په آر پي او دفتر ټانک كښې د ټریفک پولیس د شهيدانو كورنيو سره ملاقات

  پیښور۔ 29 ستمبر (اے پي پي) د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي  په آر پي او دفتر  ټانک كښې د ټریفک پولیس شهيدانو لكورنيو سره ملاقات وكړو  ۔ د آر پي او دفتر  ته په راتګ ده ته  ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو ۔ د دفاع په اړه د قامي اسمبلۍ د قائمه کمیټۍ چیئرمین سردار فتح اللہ خان میاں خیل  هم د ده سره ؤ۔ریجنل پولیس آفیسر …

 

پیښور۔ 29 ستمبر (اے پي پي) د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي  په آر پي او دفتر  ټانک كښې د ټریفک پولیس شهيدانو لكورنيو سره ملاقات وكړو  ۔ د آر پي او دفتر  ته په راتګ ده ته  ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو ۔ د دفاع په اړه د قامي اسمبلۍ د قائمه کمیټۍ چیئرمین سردار فتح اللہ خان میاں خیل  هم د ده سره ؤ۔ریجنل پولیس آفیسر غلام مبشر میکن ، کمشنر ډیرہ اسماعيل خان او  نور افسران هم په دې موقع موجود وو ۔ ګورنر فیصل کریم کنډي  په ډسټرکټ هیډ کوارټر هسپتال كښې په  امن میله  شريك پولیس چیک پوسټ  ځان مرګي  چاودنه كښې  د ژوبل شوو  عیادت وكړو  ۔ ګورنر د رنځورانو خپلوانو سره هم ملاقات وكړو  ۔ د هسپتال انتظامیه د اړخه   ګورنر ژوبل شوو ته د وركړې كېدونكو آسانيو نه خبر كړو ۔ګورنر د هلال احمر خیبرپښتونخوا د لارې  ډسټرکټ هیډ کوارټر هسپتال ته د داروګانو  عطیه هم وركړه۔ دغس ېګورنر ہسپتال كښې  د هسپتال ډائریکټر ډاکټر فرخ جمیل ، میډیکل ډائریکټر ډاکټر خالد محمود ته په ښه خدمات پېرزوئنې هم وړاندې كړې ۔

مزید خبریں