پیښور۔ 29 ستمبر (اے پي پي) د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وئېلي دي صوبه كښې د ترهه ګرۍ حالات سڼګين دي ، په داسې حالات كښې د سیاسي مارچ کوم ګنجائش نشته ، په 4 اکتوبر به هم مارچ نه كېږي ۔ د چیمبر آف کامرس اینډ انډسټري دستورې نه پس میډیا ته د 4 اکتوبر مجوزہ مارچ په اړه ده ووئېل په دې خلقو كښې د …
مارچ به په 4 اکتوبر هم نه كېږي ، وزیراعلیٰ كه خپل ځان بے اختیاره ګڼي نو استعفیٰ دې وركړي ، د خیبر پښتونخوا ګورنر

مزید خبریں
پیښور۔ 29 ستمبر (اے پي پي) د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وئېلي دي صوبه كښې د ترهه ګرۍ حالات سڼګين دي ، په داسې حالات كښې د سیاسي مارچ کوم ګنجائش نشته ، په 4 اکتوبر به هم مارچ نه كېږي ۔ د چیمبر آف کامرس اینډ انډسټري دستورې نه پس میډیا ته د 4 اکتوبر مجوزہ مارچ په اړه ده ووئېل په دې خلقو كښې د مارچ همت نشته ، مارچ به په 4 اکتوبر هم نه كېږي ۔ ګورنر ووئېل خیبر پښتونخوا دا وخت د ترهه ګرۍ سره مخ ده ٬ د دې ځائے خلق مړي پورته كوي ۔ ده د دي آئي خان په خفګاني پیښه د غمرازۍ څرګندونه هم وكړه ۔ د ترهه ګر٬ۍ په اړه ګورنر په افغانستان تور لګولو سره ووئېل ترهه ګر د افغانستان نه راځي ، په داسې صورتحال كښې د افغانستان سره بارډر څنګه پرانستلے كېدے شي۔ګورنر ووئېل په اسمبلۍ كښې د ډرون بريدونو خلاف قراردادونه خو وړاندې كولې شي ، خو ده پوښتنه وكړه آيا کله د ځوانانو د شهادتونو خلاف هم قرارداد وړاندې كړے شوے دے ؟ د ګورنر راج په اړه ده ووئېل آئین كښې د ګورنر راج شق موجود دے ۔ د وزیراعلیٰ خیبر پښتونخوا په اړه ګورنر ووئېل كه وزیراعلیٰ ځان دومره کمزورے ګڼي نو استعفیٰ ورله وركول پكار ده ۔ده ووئېل د صوبې ستونزو حل او د مسائلو مخ نيوي له په ګډه كار كول غواړي۔










