نیشنل فارنزک ایجنسي به پاکستان كښې د  فارنزک سائنس سینټر آف ایکسی لنس  په توګه كار كوي  ، د د قانون و انصاف وفاقي وزير

  اسلام آباد۔29ستمبر  (اے پي پي) د قانون و انصاف وزير سینیټر اعظم نذیر تارړ وئېلي دي جدید ټیکنالوجۍ د جرائمو  د پلټنو حرکیات بدل كړې دي ، فارنزک شواهد د جرائمو شناخت، موثر پراسیکیوشن او د سزاګانو وركولو كښې بنیادي کردار ادا کوي ٬ دغسې د ترهه ګرۍ خلاف جنګ كښې  فارنزک سائنس ډېر اهمیت لري۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ  د نیشنل فارنزک ایجنسۍ …

 

اسلام آباد۔29ستمبر  (اے پي پي) د قانون و انصاف وزير سینیټر اعظم نذیر تارړ وئېلي دي جدید ټیکنالوجۍ د جرائمو  د پلټنو حرکیات بدل كړې دي ، فارنزک شواهد د جرائمو شناخت، موثر پراسیکیوشن او د سزاګانو وركولو كښې بنیادي کردار ادا کوي ٬ دغسې د ترهه ګرۍ خلاف جنګ كښې  فارنزک سائنس ډېر اهمیت لري۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ  د نیشنل فارنزک ایجنسۍ   دورې په موقع وكړه ۔ په دې مهال  ده ته د  ایجنسۍ د مختلف څانګو ، لیبارټریز او د فارنزک تحقیقات  په طریقه کار تفصیلي بریفنګ وركړے شو  ۔بریفنګ كښې ووئېل شول د  نیشنل فارنزک ایجنسي ایکټ 2024  تر مخه  24 دسمبر 2024   باندې نیشنل فارنزک ایجنسي جوړه كړې شوې  كومه چې د هېواد مرکزي وفاقي فارنزک ادارہ ده او د  قانون نافذ کوونكو ادارو ، پراسیکیوشن او  عدالتونو ته سائنسي فارنزک خدمات وركوي ۔وفاقي وزیر ته ووئېل شول د نیشنل فارنزک ایجنسۍ 11 فارنزک لیبارټریز فعاله او  نوټیفائیډ دي  او  ډیجیټل فارنزکس او  ایکسپلوسیو فارنزکس سینټرز آف ایکسی لنس هم جوړ كړے شوي  دي ۔بریفنګ كښې ووئېل شول  ډیجیټل فارنزکس لیب  ته  2506 کیسز  راغلي چې پكښې  2158 کیسز مکمل کړے شوي  او 3090  په ډیجیټل ډیوائسز پروسیس کړې شوي  ۔ کیمیکل او بائیولوجیکل فارنزک لیبارټریز ته 1525 کیسز راغلي چې پكښې 1044 مکمل تر سره شوي دي ۔

مزید خبریں