پېنډۍ۔10فروری(اے پی پی) د وزيراعظم د مذهبي چارو کوآرډینېټر او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفی وئيلي دي ترهګري كومه نوې پېښه نه ده ٬ بياهم دښمن دې دا خبره ياد ولري چې پاكستان كوم آسان هدف نه دے٬ ترهګر اسلام سره هېڅ تعلق نه لري څوك چې جومات ٬ عبادت خانې ٬ مېرمنې او كوچنيان په نخښه كوي او د بزدله دښمنانو آله كار جوړيږي۔ ده …
ترهګر اسلام سره هيڅ تعلق نه لري ٬ ټول قام له به په ګده د فتنې په ضد اودريدل وي: حافظ طاهر محمود اشرفي

مزید خبریں
پېنډۍ۔10فروری(اے پی پی) د وزيراعظم د مذهبي چارو کوآرډینېټر او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفی وئيلي دي ترهګري كومه نوې پېښه نه ده ٬ بياهم دښمن دې دا خبره ياد ولري چې پاكستان كوم آسان هدف نه دے٬ ترهګر اسلام سره هېڅ تعلق نه لري څوك چې جومات ٬ عبادت خانې ٬ مېرمنې او كوچنيان په نخښه كوي او د بزدله دښمنانو آله كار جوړيږي۔ ده د نهې په ورځ په پېنډۍ كښې پېغامِ پاکستان کنفرنس ته خطاب كولو٬ په كوم كښې چی د ټولو مكاتب فكر علماﺀ كرامو ٬ مشائخو ٬ مذهبي لارښودو او د بېلو ادارو استازو ګډون وكړو۔ حافظ طاهر محمود اشرفی ووئيل د قرآن مجيد له مخې چې چا يو مومن ناحقه ووژلو هغه به ټول عمري له جهنم ته ځي٬ په هغوي د پروردګار لعنت دے او هغوي اسلام سره هېڅ تعلق نه لري۔ ده ووئيل ترهګر كه مسلمان ؤ نو د خديجة الكبری پاكې او عظيمې نامې ته په منسوب ځائے به يۍ د بريد كولو جرات نه كولو۔ ده ووئيل زمونږ مور حضرت خديجة الكبري د اسلام تر ټولو وړومبۍ ګواهي وركونكې وه او د هغې نامې ته د منسوب مقام په نخښه كول د دې خبرې ثبوت دے چې بريد كونكے د اسلام دښمن دے۔ په پمز روغتون كښې ژوبل شوو سره د تپوس پوښتنې په مهال معلومه شوه چې دويې د سجدې په حالت كښې په نخښه كړے شول۔ژوبل شوو ووئيل مونږ كمزورے كېدے شوو خو زمونږ رب زيات زور او قوت لرونكے دے۔ ده ووئيل تاريخ ګواه دے چې د سجدې په حالت كښې بريد دا كومه نوې خبره نه ده بلكې زمونږ رسول علېه السلام ته هم مشركينو د سجدې په حالت كښې د تكليف رسولو هڅه كړې وه۔ دغسې په حضرت عمر ؓ او حضرت علیؓ هم په جومات كښې بريدونه شوي وو۔ ده ووئيل په جوماتونو بريدونه كوونكي د هغه عظيمو هستو منونكي كېدې نه شي۔ ده ووئيل مونږ ټول حسېني يوو او هر يو كلمه ويونكے حسېني دے۔ ده ووئيل په دې پېښه ټول قام يو موټے شو۔ ده ووئيل د پاكستان په ضد روانه فتنه كښې هند ٬ اسرائيل او افغانستان شامل دي۔ ده ووئيل كله چې روسيه او امريكا په افغانستان جنګ مسلط كولو سره په افغان وګړو زمكه تنګه كړه نو پاكستان ورته د خپل هېواد دروازې پرانستلې۔ خو كله چې د پاكستان په ضد سازشونه وشول نو هغوي د پاكستان له ملګرتيا كولو څخه شاته شول۔ ده ووئيل افغان عبوري حكومت بايد خپله خاوره د پاكستان په ضد له كارولو څخه اوساتي۔ ده ووئيل ځانمرګې بريد كوونكي په افغانستان كښې جوړېږي او امريكائي وسله افغانستان څخه په پاكستان كښې ترهګرۍ لپاره كارولې شي۔ ده په ډاګه كړه چې فتنه هندوستان په افغانستان كښی موجود ده او ځينې عناصر د پاكستان په ضد جنګ كښې كارولې شي۔ ده ووئيل پاكستان به هند سره مقابله كوي او په خپل هېواد كښې ناامني خپرونكي به هېڅكله برداشت نه كړي۔ ده ووئيل وزیراعظم د روغتيا وفاقي وزير ته هدايت وكړو چې هغه د ژوبل شوو د درملنو پخپله نګراني وكړي۔ ده ټولو مكاتب فكر سره په تعلق لرونكو علماﺀ كرامو زور راوړو چې هغوي د پېغامِ پاکستان په ضابطه اخلاق بشپړ عملدرآمد باوري كړي او څوك دا حق نه لري چې د كوم بل مسلك په ضد كركه خپرونكے بحث وكړي۔ ده ووئيل د ممبر او محراب ناوړه كارول به كله هم ونه زغملے شي۔ ده ووئيل د شهيدو شوو ماشومانو د وينې په ليدلو د قام سترګې د اوښكو په ځائے وينې تويوي خو تاريخ ګواه دے چې شهادتونه قامونه كمزورې نه بلكې زيات قوي كوي۔ ده ووئيل رياست د اولس په شا ولاړ دے او په دې نازك وخت كښې مونږ له به د يو بل ترڅنګ اودرېدل وي۔ د كنفرنس په پايه كښې علماﺀ او مشائخو د قصر خديجة الكبرۍ پېښې شهيدانو او ژوبل شوو له خصوصي دعا وكړه۔ حافظ طاهر اشرفی د پنجاب حكومت لخوا د بسنت په شمول د ټولو دستورو ځنډولو پرېكړه خوشبينه ګرځولو سره ووئېل دا بړېكړه د شهيدانو د احترام او د ملي يووالي عكاسي كوي۔(اے پي پي وا ض ض ١٥٠٠ )











