اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي چې د پاكستان حكومت او اولس تركيې سره د خپلې ورورولۍ اړيكو ته ډېر د قدر په سترګه ګوري۔ده دا خبرې د ګل په ورځ پھ پاكستان كښې د تركيې سفير بابر ګرګن سره د ملاقات په مهال پھ خپلو خبرو كښې وكړی۔د ملاقات په مهال د پاكستان او تركيې په اړيكو خبرې وشوې۔د تركيې سفير شاهد …
تركيې سره د خپلې ورورولۍ اړيكو ته ډېر د قدر په سترګه ګورو

مزید خبریں
اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي چې د پاكستان حكومت او اولس تركيې سره د خپلې ورورولۍ اړيكو ته ډېر د قدر په سترګه ګوري۔ده دا خبرې د ګل په ورځ پھ پاكستان كښې د تركيې سفير بابر ګرګن سره د ملاقات په مهال پھ خپلو خبرو كښې وكړی۔د ملاقات په مهال د پاكستان او تركيې په اړيكو خبرې وشوې۔د تركيې سفير شاهد خاقان عباسي ته د وزيراعظم چوكۍ پھ سنبهالولو مباركي وركړه۔د تركيې د اولس مشر لخوا ده د مباركۍ پېغام هم وزيراعظم ته ورسولو۔وزيراعظم پھ دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې په تېرو څلورو كلونو كښې لا قوي او پراخې شوي دي۔ده ووئيل چې پاكستان د تركيې سره خپل روابط او پھ خاص توګه دوه اړخيزه اقتصادي مرسته لا قوي كول غواړي۔وزيراعظم د تركيې اولس او مشرتابه لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه د تركيې سفير هيله څرګنده كړه چې د پاكستان او تركيې اړيكې به مخ په وړاندې بوځي او د دې په نتيجه كښې به د دواړو هېوادونو ترمينځه پراخا مرسته او شراكت لا زيات شي










