اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د مسلم لیګ (ن) حکومت د سیاسی تړون نه پرته د هېواد د اولس په سماجي او كلتوري پرمختګ كلك باور لري٬ وفاقي حکومت د اولس د ژوند معيار كښې بدلون راوستلو لپاره تل د جمهوري اصولو ملاتړ كړے۔ وزيراعظم دا خبرې د خېبر پښتونخوا د صوبائي اسمبلۍ غړو پلاوي سره خبرو كښې وكړې چا چې …
د مسلم لیګ (ن) حکومت د سیاسی تړون نه پرته د هېواد د اولس په سماجي او كلتوري پرمختګ كلك باور لري

مزید خبریں
اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د مسلم لیګ (ن) حکومت د سیاسی تړون نه پرته د هېواد د اولس په سماجي او كلتوري پرمختګ كلك باور لري٬ وفاقي حکومت د اولس د ژوند معيار كښې بدلون راوستلو لپاره تل د جمهوري اصولو ملاتړ كړے۔ وزيراعظم دا خبرې د خېبر پښتونخوا د صوبائي اسمبلۍ غړو پلاوي سره خبرو كښې وكړې چا چې د سردار اونگزیب نلوټھا په مشرۍ كښې د ګل په ورځ په وزيراعظم آفس كښې وزيراعظم سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر مرتضٰی جاوېد عباسي ، د وزیراعظم د هوا بازۍ سلاحكار سردار مهتاب عباسي، د وزیراعظم سلاحكار انجینئر امیر مقام او د نشه اي توكو د مخنيوي وزیر لېفټېننټ جنرال (ر) صلاح الدین ترمذي هم موجود وو۔ د ملاقات په مهال د صوبې په مجموعي صورتحال٬ په پرمختيائي منصوبو او صوبه كښې اولس ته په پېښو مسئلو خبرې اترې وشوې۔ پلاوي سره په خبرو كښې د پرمختيائي منصوبو پحقله وزيراعظم ووئيل وفاقي حكومت د صوبائي حكومتونو معاونت او په خاص توګه لرې پرتو سيمو كښې د اولس ضرورتونه ترسره كولو لپاره پروژې پېل كولو لپاره هڅې كوي۔ ده ووئيل د مسلم ليګ (ن) پرمختيائي اېجنډا به دوام داره وي۔ وزیراعظم پلاوي ته باور وركړو چې وفاقي حكومت به د دوې د مسئلو هواري له ټول ممكنه معاونت كوي۔ وزيرعظم په ټاكل شويو غړو زور رواړو چې ھغوي دې اولس سره نزدې رابطه ساتلو سره د ھغوي مسائلو په هواري كښې خپل كردار ولوبوي










