اسلام آباد 20 اګست (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواك د تشدد او د بې ګناه كشميريانو د وژلو پېښو په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره ووئيل د هند زور او ظلم سره د مقبوضه كشمير اولس د خپلواكۍ خپل حق څخه شاته كېدې نه شي۔ د اتوار په ورځ دې ځائې څخه جاري …
د هند زور او ظلم سره د مقبوضه كشمير اولس د خپلواكۍ خپل حق څخه شاته كېدې نه شي۔ د مقبوضه كشمير اولس د هند د آزادۍ ورځ د تورې ورځې په توګه ولمانځله۔ د مقبوضه كشمير اولس په هېڅ صورت هند سره پاتې كېدل نه غواړي۔ د كشمير مسئله د هند د وېش او د پاكستان د تكميل نيمګړې ايجنډا ده۔ پاكستان به د نړۍ په ټولو فورمونو غږ پورته كوي۔ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر

مزید خبریں
اسلام آباد 20 اګست (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواك د تشدد او د بې ګناه كشميريانو د وژلو پېښو په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره ووئيل د هند زور او ظلم سره د مقبوضه كشمير اولس د خپلواكۍ خپل حق څخه شاته كېدې نه شي۔ د اتوار په ورځ دې ځائې څخه جاري شوي بيان كښې ده ووئيل د هند د آزادۍ ورځې په مهال ټوله مقبوضه وادي يو زندان كښې بدل كړې شوې او د انټرنېټ او ټېلي فون په شمول د مواصلات ټولې ذريعې بند كړې شوې وې ولې سره ددې په زرګونو كشميري زلمو ٬ سړو او مېرمنو د مقبوضه كشمير په كوڅو كښې د قابض هندي حكومت او پوځ په ضد احتجاج وكړو۔ ده ووئيل افسوس په دې خبره دې چې آزادۍ لپاره هڅه كوؤنكو كشميري زلمو ته هند د خپلې رياستي ترهګرۍ پټولو له د ترهګرو نامه وركوي۔ ده ووئيل دا څنګه ممكن ده چې د يو ترهګر په جنازه كښې د لكھونو په شمېر كسان ګډون وكړي۔ وفاقي وزير ووئيل کشمیر د پاکستان شه رګ دے او د كشمير مسئله د هند د وېشن او د پاكستان د تكميل نيمګړې ايجنډا ده۔ د دې امناكه حل له به پاكستان د ټولې نړۍ په فورمونو غږ پورته كوي۔ ده ووئيل پاكستانې اولس به د خپلو كشميري وروڼو تر هغه وخت سياسي اخلاقي او سفارتي ملاتړ جاري ساتي تر كومې چې دوئي د خپلواكۍ حق ترلاسه كړې نه وي۔ ده ووئيل ټول قام د خپلو كشميري وروڼو هغه جذبې ته سلام كوي د كومې ترمخه چې دوئي خپل شهيدان په پاكستان بېرغ كښې نغاړلو سره خاورو ته سپاري۔










