پاكستان او افغانستان د ترهګرۍ مخنيوي هڅو كښې دوه اړخيزه مرسته زياتولو ته سلا شول د خارجه سېكتر او د افغان دوهم خارجه وزير د دواړو هېوادونو ترمينځھ بېلو څانګو كښې په مرسته او افغانستان كښې د مستقل امن او استحكام لپاره په هڅو د خيالاتو څرګندونه خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه سره د افغان دوهم خارجه وزير ناصر اندېشه د خالي په ورځ خارجه دفتر كښې ملاقات

اسلام آباد ۔ 19 اګست (اے پی پی) پاكستان او افغانستان ترهګري دواړو هېوادونو او اولس لپاره شريك خطر منلو سره د ترهګرۍ مخنيوي هڅو كښې يو بل سره مرسته لا زياتولو ته سلا شوې۔ دا سلا د خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه او افغان دوهم خارجه وزير ناصر اندېشه ترمينځه د خالي په ورځ خارجه دفتر كښې شوي ملاقات كښې راغلې۔ د خارجه دفتر وياند ترمخه د خبرو په مهال …

اسلام آباد ۔ 19 اګست (اے پی پی) پاكستان او افغانستان ترهګري دواړو هېوادونو او اولس لپاره شريك خطر منلو سره د ترهګرۍ مخنيوي هڅو كښې يو بل سره مرسته لا زياتولو ته سلا شوې۔ دا سلا د خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه او افغان دوهم خارجه وزير ناصر اندېشه ترمينځه د خالي په ورځ خارجه دفتر كښې شوي ملاقات كښې راغلې۔ د خارجه دفتر وياند ترمخه د خبرو په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښې په مرسته او افغانستان كښې امن او استحكام لپاره په هڅو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه سېكترې ووئيل اقتصادي مرسته ٬ تجارت ٬ ټرانزټ او رابطو كښې زياتوالې د دواړو هېوادونو او اولس په ګټه دے۔ په دې لړ كښې دې د دواړو هېوادونو ترمينځه د انفراسټركچر او توان منصوبو كښې د تندۍ راوستلو په حاجت زور راوړو۔ دواړو ډلو دا ومنل چې ترهګري د دواړو هېوادونو او اولس شريك دښمن دے۔ دواړه لارښود په دې لعنت قابو موندلو له د ترهه ګرۍ مخنيوي له د دوه اړخيزه مرستې زياتولو ته سلا شول۔ افغان دوهم خارجه وزير دا مهال د افغانستان د آزادۍ ورځې دستوره كښې د ګډون كولو په غرض د پاكستان په دوره دے۔ د خپلې دورې په مهال به هغه اسلام آباد كښې د نوے افغان سفارت بنياد هم اېږدي۔

مزید خبریں