حكومت به نېكټا لا فعاله كولو لپاره عملي ګامونه پورته كوي

اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دې نېكټا له د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې كليدي كردار لوبول دي٬ حكومت به نېكټا لا فعاله كولو لپاره عملي ګامونه پورته كوي٬نېكټا دې په نېشنل اېكشن پلان عملدرآمد باوري كړي٬ پاكستان نوي كل لپاره د امن ځائې جوړل دي۔ ده دا خبره د جمعې په ورځ د داخله وزارت د ذيلي ادارې …

اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دې نېكټا له د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې كليدي كردار لوبول دي٬ حكومت به نېكټا لا فعاله كولو لپاره عملي ګامونه پورته كوي٬نېكټا دې په نېشنل اېكشن پلان عملدرآمد باوري كړي٬ پاكستان نوي كل لپاره د امن ځائې جوړل دي۔ ده دا خبره د جمعې په ورځ د داخله وزارت د ذيلي ادارې نېكټا دورې په مهال وكړې۔ په دې موقع د نېكټا كوآرډينېټر احسان غني د ترهه ګرۍ مخنيوي پحقله د پورته كړې شويو ګامونو نه داخله وزير خبر كړو۔ احسن اقبال ووئيل چې نېكټا دې ټولو صوبو او ادارو سره په ګډه كوټلې لائحه جوړه كړي۔ده ووئيل زلمے كل د انتها خوښۍ سوچ څخه ساتلو لپاره قوي تګلاره جوړولو ته اړتيا ده٬ د ترهه ګرۍ رحجانات ختمولو لپاره د انتها خوښۍ په سوچ تحقيق دې مخ په وړاندې بوتلل شي او د عطياتو د وصولۍ پحقله دې قانوني ضابطه كار جوړ كړې شي۔ ذريعو له مخې په كال 2008 كښې جوړه كړه شوې د دې ادارې دوره كوٶنكې احسن اقبال وړومبې داخله وزير دے۔

مزید خبریں