د خارجه وزير خواجه محمد آصف لخوا په مقبوضه كشمير كښې د تش لاسي اولس په ضد د هند د زور ظلم او زياتي په سختو ټكو كښې غندنه

اسلام آباد ۔ 17 اګست (اے پی پی) خارجه وزير خواجه محمد آصف مقبوضه کشمیر كښې په تش لاسي اولس د هند روان ظلم په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې د هند د ناوړه عزائم نوټس واخلي۔ د خارجه دفتر وياند ترمخه خارجه وزير خواجه آصف ووئيل چې هند دې په دې پوه شي چې د دوئي جارحانه …

اسلام آباد ۔ 17 اګست (اے پی پی) خارجه وزير خواجه محمد آصف مقبوضه کشمیر كښې په تش لاسي اولس د هند روان ظلم په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې د هند د ناوړه عزائم نوټس واخلي۔ د خارجه دفتر وياند ترمخه خارجه وزير خواجه آصف ووئيل چې هند دې په دې پوه شي چې د دوئي جارحانه پالېسۍ كشميرې اولس د خپلواكۍ خپل حق څخه اخوا كولې نه شي۔ ده په نړيواله ورورولۍ او د بشري حقونو په تنظيمونو زور راوړو چې هغوي دې كشمير كښې د بشري حقونو ناوړه صورتحال خبر واخلي۔ خواجه آصف د خپل عزم پخلې وكړو چې پاكستان د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمخه كولو كښې خوښي لري۔ ده ووئيل پاكستان به د كشميري اولس اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي

مزید خبریں