پاكستان د قطر سره تاريخي او د ورورولۍ اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬د قطر سرمايه كارو له پاكستان كښې د شته پراخه اقتصادي موقعو نه ګټھ پورته كول پكار ده

اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د قامې اسملۍ سپېكر سره د قطر سفير سقر بن مبارك المنصوري د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې ليدلې دي۔قطري سفير سره په خپلو خبرو كښې سپيكر ووئيل پاكستان د قطر سره تاريخي او د ورورولۍ اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬د قطر سرمايه كارو له پاكستان كښې د شته پراخا اقتصادي موقعو نه ګټھ پورته كول غواړي۔ده ووئيل پاكستان د دواړو هېوادونو …

اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د قامې اسملۍ سپېكر سره د قطر سفير سقر بن مبارك المنصوري د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې ليدلې دي۔قطري سفير سره په خپلو خبرو كښې سپيكر ووئيل پاكستان د قطر سره تاريخي او د ورورولۍ اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬د قطر سرمايه كارو له پاكستان كښې د شته پراخا اقتصادي موقعو نه ګټھ پورته كول غواړي۔ده ووئيل پاكستان د دواړو هېوادونو د پارلمانونو ترمينځه روابط زياتول او مستحكم كول غواړي۔ده ووئيل د پارلماني سفارتكارۍ د لارې دواړه قامونه كوم چې په مذهب او د تاريخ په لازواله خپلوالۍ تړلې دي يو بل ته لا نزدې كولو له مهم كردار ترسره كولې شي۔د دواړو هېوادونو په اقتصادي اړيكو د اعتماد څرګڼدونې سره سپيكر ووئيل د قطر سرمايه كارو له پاكستان كښې د سرمايه كارۍ پراخا موقعو څخه مستفيد كېدل پكار دي او په بېلو څانګو ګښې په خاص توګه د انرژۍ او پیداواري څانګو په اړه سرمايه كاري كول غواړي۔د قطر سفير د خېرسګالۍ په تاثراتو د سپيكر مننه وكړه۔هغه ووئيل قطر د پاكستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او د خوشحال ٬مستحكم او په اقتصادي كچه د محرك پاكستان خوښي لري۔هغه د دواړو هېوادونو غړو د پارلمان غړو د پرله پسې رابطو ساتلو له د سپيكر د وړاندېز سره اتفاق وكړو۔هغه ووئيل قطر پاكستان خپل ورور هېواد ګڼي او د اخوت ورورولۍ لا خپلول غواړي

مزید خبریں