اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د پاكستان رېلوے په حقله د يوې اعلٰی پاې غونډې مشري كړې ده ۔وزيراعظم ته د رېلوے وزارت د مجموعي كاركردګۍ په حقله بريفنګ وركړې شو٬غونډه په وزيراعظم هاؤس كښې وشوه چې پكښې د د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق په پشمول اعلٰی چارواكو ګډون كولو۔سعد رفيق د تېرو څلورو كلونو په مهال د رېلوے ښه والي د …
وزيراعظم د رېلوے د مجموعي كاركردګۍ ستائنه وكړه٬د رېلوے اډانې او پرمختګ ته دې لا پام لرنه وكړې شي

مزید خبریں
اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د پاكستان رېلوے په حقله د يوې اعلٰی پاې غونډې مشري كړې ده ۔وزيراعظم ته د رېلوے وزارت د مجموعي كاركردګۍ په حقله بريفنګ وركړې شو٬غونډه په وزيراعظم هاؤس كښې وشوه چې پكښې د د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق په پشمول اعلٰی چارواكو ګډون كولو۔سعد رفيق د تېرو څلورو كلونو په مهال د رېلوے ښه والي د پورته كړو ګامونو په حقله بريفنګ وركړو۔وزيراعظم د رېلوے مجموعي كاركردګۍ ستائنې سره زور راوړو چې د بنيادي اډانې او د رېلوے پرمختګ ته لا پام لرنه وكړئ۔ده ووئيل د رېلوے پرمختګ د سماجي اهميت به وي او د هېواد پھ سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې به مهم كردار ترسره كړي۔ده ووئيل د سروس لا ښه كولو لپاره بشپړه پلان جوړ كړئ او په هغې زر تر زره عملدرآمد وكړئ۔وزيراعظم ته د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ ترمخه د اېم اېل ون پېښور نه تر كراچۍ پټلۍ آپ ګرېډېشن په اړه هم بريفنګ وركړی شو۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې په پروژو كار ګرندې كړئ ځكه چې دې سره به د رېلوے انفراسټركچر لا ښه شي










