كه معيشت مضبوط نه وي نو اېټم بم هم د آزادۍ ساتنه نشي كولې۔ سياسي استحكام د معيشت د مضبوالي يوازنۍ لار ده

اسلام آباد ۔ 17 اګست (اے پی پی) د كورنيو چارو وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي پاكستان دا مهال په داسې ځائې ولاړ دے چرته چې پرېكړې ٬ تګلار او رويې به زمونږ د كاميابۍ يا ناكامۍ پرېكړه كوي۔ په نړۍ كښې چې كومو هېوادونو پرمختګ كړې او څوكالي ئې ترلاسه كړې د هغې په شا د پالېسو تسلسل او سياسي استحكام ښكارې ۔ ولې د بده مرغه پاكستان …

اسلام آباد ۔ 17 اګست (اے پی پی) د كورنيو چارو وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي پاكستان دا مهال په داسې ځائې ولاړ دے چرته چې پرېكړې ٬ تګلار او رويې به زمونږ د كاميابۍ يا ناكامۍ پرېكړه كوي۔ په نړۍ كښې چې كومو هېوادونو پرمختګ كړې او څوكالي ئې ترلاسه كړې د هغې په شا د پالېسو تسلسل او سياسي استحكام ښكارې ۔ ولې د بده مرغه پاكستان كښې د 90 لسيزه كله چې د ماډرن اكانومي بنياد اېښودې شوے پرله پسې د حكومتونو اخوا كولو سره سياسي عدم استحكام سره مخ كړې شوې۔ ده ووئېل په 70 كاله كښې يو وزيراعظم هم خپله موده ترسره نه كړه۔ ده ووئيل زمونږ معيشت مخ په ښه كېدو دے۔ د 2017ﺀ پاكستان موازنه د 2013ﺀ پاكستان سره نه كېږي۔ ده ووئېل 70 كاله جيو پوليټيكل بيانيه حاوي پاتې شوه اوس به مونږ له جيو اكنامك بيانيې ته كتل وي۔ كه معيشت مضبوط نه وي نو اېټم بم هم د آزادۍ ساتنه نشي كولې ۔ احسن اقبال ووئېل سياسي استحكام د معيشت د مضبوالي يوازنۍ لاره ده۔ د زيارت په ورځ د پلاننګ كمېشن تر سېوري لاندې پاکستان ډوېلپمنټ سمټ اېنډ اېکسپو كښې د مېلمه په حېث خپل خطاب كښې داخله وزير ووئيل په دې دستوره كښې په ګډون كولو زه خوشحاله شوې يم ۔ ده ووئيل پاكستان دا مهال په داسې ځائې ولاړ دے چرته چې پرېكړې ٬ تګلار او رويې به زمونږ د كاميابۍ يا ناكامۍ پرېكړه كوي۔ ده ووئيل مونږ د اويا كالو سفر كښې ډېر څه وليدل۔ ځينې هېوادونه مونږ نه وړاندې شول دا زمونږ ناكامي ده چې د پرمختګ رفتار مو په ځائې ساتلې نه دے او نه مو موقعې څخه استفاده كړې۔ ده ووئيل د سوئيلي كوريا وزيراعظم تېر كال پاكستان ته راغلې ؤ هر ځائې خپلو خبرو كښې هغه وئيلې وو مونږ به د پاكستان د اړخه كړې مرسته ټول عمري ياد ساتو۔ ده ووئيل سوئيلي كوريا كوم چې زمونږ په مقابل كښې نيم برآمدات لرونكے هېواد ؤ د هغې برآمدات نن 570 اربه ډالر دي او زمونږ برآمدات 22 او 23 ارب ډالره دي۔ ده ووئېل 1990 ء كښې مونږ بيا هڅې پېل كړې او د دغه وخت وزيراعظم محمد نوازشریف او د خزانې وزير سرتاج عزیز پاکستان كښې لبرلائزېشن او د ډی رېګولېشن پالېسۍ معارف كړې ولې د 90 په لسيزه كښې څو وارې حكومتونه برطرف كړې شول۔ او دا ټوله لسيزه سياسي عدم استحكام سره مخ پاتې شوه۔ ده ووئيل په چين كښې د 1949ء څخه د يو ګوند حكومت دے۔ جاپان كښې په 60 كلونو كښې 55 كاله د يو ګوند حكومت پاتې شوے۔ ملائیشیا كښې 22 سال مهاتیر محمد وزیراعظم وو۔ سنګاپور كښې لی کو آن یو 31 كاله حكومت وكړو۔ تركيه كښې موجوده حكومت 20 كاله څخه پالېسي تسلسل سره ساتلې۔ده ووئېل 1947ء څخه هند كښې مسلسل جمهوريت دے۔ کانګرېس او بی جے پی ته 10، 10 كاله پرله پسې د كار كولو موقع ترلاسه شوه۔ افغانستان كښې حامد كرزئي 5 كاله حكومت وكړو او اشرف غني هم 6 كاله حكومت كولو مونږ څخه د وړاندې وتلو هڅې كوي۔ ده ووئېل ولې پاكستان كښې په 70 كاله كښې يو وزيراعظم هم خپله موده ترسره نه كړې شوه۔ ده ووئيل جونېجو او جمالي كښې څه كمې وو چې موده ئې ترسره نه كړې شوه۔ پاكستان په كال 2013ﺀ كښې چرته ولاړ و۔ 20 ساعته برېښنا نه وه٬ ٬ روزانه به 30 ٬ 40 كسان د ترهګرۍ ښكار كېدل۔ د كال 2017ء پاکستان د 2013ء پاکستان نه ډېر ښه دے۔ ده ووئيل د 50 ارب ډالر چینی سرمایه کارۍ د نړۍ د سرمايه كارو پام پاكستان پلو ګرځولې۔ ده ووئيل پاکستان د جیو پالیټیکس په ځائې جیو معیشت پلو روان دے۔ ده ووئيل د نورو جنګونه كولو سره مونږ خپله ټولنه كمزورې كړې۔ د آسيا د درې برخو په منځ كښې د كېدو په سوب زمونږ لپاره بلها هغه موقعې رامخې ته كېدې شي چې مونږ ئې تصور هم كولې نه شو۔ 70 كاله جيو پوليټيكل بيانيه حاوي پاتې شوه اوس به مونږ له جيو اكنامك بيانيې ته ننوتل وي۔ده ووئيل د هېواد د سلامتيا او امنيت غوښتنه ده چې معيشت دې مضبوط كړې شي او ددې يوازنۍ لاره سياسي استحكام دے۔ ده ووئيل مونږ يو موټې كېدو سره او مخ په وړاندې تلو سره كاميابي ترلاسه كولې شو۔ وفاقي وزير ووئيل په 4 كاله كښې پلاننګ کمېشن 660 ارب روپۍ بچ كړې دي او سباؤن كښې به هم دا روايت په ځائې ساتلې شي۔ د پلاننګ کمېشن دوهم چئیرمېن سرتاج عزیز هم دستورې ته خطاب وكړو۔ ده ووئيل مونږ له به د پرمختګ د سفر جاج اخستلو سره د خپلې لارې تعين كول وي۔ ده ووئيل د معاشي پرمختګ مېوې بايد مستحق ډلو ته ورسي۔ ده ووئيل بهر هېوادونو كښې 80 لکهھ څخه زيات پاكستاني وګړو دا ثابت كړې چې پاكستانې اولس يو محنت كوؤنكے اولس دے۔ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت سېكتر شعېب صديقي هم دستورې ته خطاب وكړو

مزید خبریں