اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي)پاكستان وئېلي دي كشميريان پخپله د هند د رياستي ترهه ګرۍ ښكار دې٬د حزب المجاهدين ترهه ګرې ډلې ګرځولو په اړه دامريكې په پريكړه مايوسه شوي يو٬تنظيم ترهه ګر ګرځول بلا جواز دي٬كشميري اولس د تېرو څو لسيزو څخه د خپلواكۍ حق لپاره هڅې كوي۔پاكستان او هند ګاونډي هېوادونه دي٬دواړو ته به د منطقې سلامتيا او استحكام لپاره شريكې شخړی د خبرو د لارې …
كشميريان پخپله د هند د رياستي ترهه ګرۍ ښكار دې٬د حزب المجاهدين ترهه ګرې ډلې ګرځولو په اړه د امريكې په پريكړه مايوسه شوي يو

مزید خبریں
اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي)پاكستان وئېلي دي كشميريان پخپله د هند د رياستي ترهه ګرۍ ښكار دې٬د حزب المجاهدين ترهه ګرې ډلې ګرځولو په اړه دامريكې په پريكړه مايوسه شوي يو٬تنظيم ترهه ګر ګرځول بلا جواز دي٬كشميري اولس د تېرو څو لسيزو څخه د خپلواكۍ حق لپاره هڅې كوي۔پاكستان او هند ګاونډي هېوادونه دي٬دواړو ته به د منطقې سلامتيا او استحكام لپاره شريكې شخړی د خبرو د لارې حل كول وي٬د كوئټه په چاودنه كښې د هند د ككړېدو په اړه څه وئېل به د وخت نه وړاندې وي۔د زيارت په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند محمد نفيس ذكريا ووئيل بايد د بشري حقونو څخه په سرغړونه او په بې ګناه كشميريانو په ظلم كولو هند ترهه ګر وګرځولې شي۔وياند د هندي وزيراعظم نريندر مودي په وروستي بيان تبصره كولو سره د هندي وزيراعظم بيان د پاكستاني دريځ تائيد دے۔پاكستان د وړاندې نه وائي چې ګاونډي هېوادونو ته به پھ منطقه كښې امن او استحكام لپاره د كشمير پشمول شريكې شخړی د خبرو د لارې هوارول كول وي۔ده ووئيل د كشمير مسئله د دواړو هېوادونو ترمينځه بنيادي شخړه ده۔د افغانستان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل د افغانستان مسئله كوم پوځي حل نه لري٬د پاكستان او افغانستان ترمينځه په سياسي مشاورتي غونډه كښې پھ اقتصادي٬سياسي د پولې په انتظام٬ټرانزټ او د افغان كډالو په عزت سره د ستنېدو پشمول په يو شمېر چارو خبرې شوي۔ده ووئېل دواړو هېوادونو د ترهه ګرۍ په شريك خطر قابو موندلو لپاره په اداره جاتي كچه په مرسته سلا شوي دي ۔د كوئټې پھ بمي چاودنه كښې د هند د لاس پھ اړه د پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل پھ دې لړ كښې به څه وئېل د وخت نه وړاندې وي خو د كلبهوشن ياديو د اعترافي بيانونو په رڼا كښې هند په پاكستان كښې د ورانكارۍ چارو او د ترهه ګرو په مالي مرسته كښې ككړ دې۔كلبهوشن ياديو په بلوچستان كښې د را د كار كولو او د بي اېل اے سره د روابطو اعتراف كړی۔وياند ووئيل پاكستان د هند د تخربي چارو په اړه ډوزيئر ملګرو ملتونو ته وړاندې كړي او دا معامله په هر فورم پورته كړی شوې۔وياند ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لويې ځاني او مالي قربانۍ وركړی دي او امريكې تل د پاكستان قربانۍ ستائېلې دي۔امريكې څو ځله وئېلي دي هغه پاكستان سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔امريكې سره د مرستې ودې لپاره شپږ كاري ډلې كار كوي۔وياند په نيپال كښې د تښتولې شوي كرنل(ر)حبيب ظاهر په اړه د پوښتنې پھ ځواب كښې ووئيل د هغه راخوشې كولو لپاره هڅې روانې دي










