اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې حكومت د پنجاب پرمختګ ته پام كوي٬ د قومي اسمبلۍ غړي دې په خپلو خپلو سيمو كښې د اولس ستونزې حل كولو لپاره په پوره جذبه او ولوله كار وكړي۔ ده دا خبرې د بهاولپور ډويژن څخه د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د اسمبلۍ غړو پلاوي سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې د زيارت په …
حكومت د پنجاب پرمختګ ته پام كوي٬ د قومي اسمبلۍ غړي دې په خپلو خپلو سيمو كښې د اولس ستونزې حل كولو لپاره په پوره جذبه او ولوله كار وكړي

مزید خبریں
اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې حكومت د پنجاب پرمختګ ته پام كوي٬ د قومي اسمبلۍ غړي دې په خپلو خپلو سيمو كښې د اولس ستونزې حل كولو لپاره په پوره جذبه او ولوله كار وكړي۔ ده دا خبرې د بهاولپور ډويژن څخه د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د اسمبلۍ غړو پلاوي سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې د زيارت په ورځ ده سره ملاقات وكړو۔ د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د قومي اسمبلۍ غړو وزيراعظم د خپلو سيمو د پرمختيائي پروژو څخه خبر كړو۔ وزيراعظم ووئيل چې حكومت د سوئيلي پنجاب پرمختګ ته پام كړې۔ ده د وزيراعظم دفتر ته هدايت وكړو چې هغه دې د اېس ډي جي فنډ څخه د سيمې پروژو لپاره فنډ جاري كړي۔ وزيراعظم ووئيل چې هغه به په خپله د پرمخيتيائي پروژو څارنه كوي او د سيمې د قومي اسمبلۍ غړي د اولس د شكاياتو حل لپاره كله هم ده سره تماس نيولې شي۔ د ملاقات په موقع د بين الصوبائي رابطې وفاقي وزير رياض حسېن پيرزاده٬ د صنعت او پېداوار دوهم وزير ارشد خان لغاري٬ د قومي اسمبلۍ غړي مخدوم سيد علي حسن ګېلاني٬ سيد محمد اصغر٬ طاهر بشير چيمه٬ شېخ فياض الدين٬ مخدوم خسرو بختيار٬ ميا امتياز احمد٬ محترمه زېب جعفر٬ مائزه حميد او مېسز صبيحه نذير هم موجود وو۔ د پارلماني چارو وزير شېخ افتاب احمد هم په دې موقع موجود










