وزيراعظم شاهد خاقان عباسي څلورو صلاحكارو او 5 خاص مرستيالو ته قلمدانونه وسپارل٬د صلاحكارو منصب به د وفاقي وزير او د خاص مرستيالو منصب به د دوهم وزير برابر وي

اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي څلورو صلاحكارو او 5 خاص مرستيالو ته د دوي قلمدانونه وسپارل٬د صلاحكارو عهده به د وفاقي وزير او د خاص مرستيالو عهده به د دوهم وزير برابر وي۔ د زيارت په ورځ د ايوان وزيراعظم لخوا جاري شوي اعلاميې ترمخه وزيراعظم غوره كړې شويو څلورو صلاحكارو ته قلمدانونه وسپارل۔انجينئر امير مقام د سياسي چارو ٬ عرفان صديقي د قامي …

اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي څلورو صلاحكارو او 5 خاص مرستيالو ته د دوي قلمدانونه وسپارل٬د صلاحكارو عهده به د وفاقي وزير او د خاص مرستيالو عهده به د دوهم وزير برابر وي۔ د زيارت په ورځ د ايوان وزيراعظم لخوا جاري شوي اعلاميې ترمخه وزيراعظم غوره كړې شويو څلورو صلاحكارو ته قلمدانونه وسپارل۔انجينئر امير مقام د سياسي چارو ٬ عرفان صديقي د قامي تاريخ او ادبي ورثې ٬ جام معشوق علي د ارسا چارو او سردار مهتاب احمد خان به هوا بازۍ لپاره د وزيراعظم صلاحكار كوي۔د وزيراعظم لخوا غوره كړې شويو پنځه خاص مرستيالو ته هم د دوي قلمدانونه وسپارل شو۔ډاكټر سيد آصف سعيد كرماني به سياسي چارو ٬مفتاح اسماعيل به اقتصادي چارو ٬ ډاكټر مصدق ملك به د مېډيا چارو ٬ظفرالله خان به قانون او خواجه ظهير احمد به د اداره جاتي اصلاحاتو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال وي

مزید خبریں