اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي) د داخله وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې په كراچۍ كښې د امن او امان د صورتحال پحقله غونډه د شورو په ورځ وشوه۔ په غونډه كښې د سندھ رېنجرز ډي جي او د وزارت اعلٰې چارواكو ګډون وكړو۔ داخله وزير ووئيل چې كراچۍ د پاكستان په معيشت كښې د ملا تير حېثيت لري او چا ته به هم د كراچۍ امن خرابولو …
د داخله وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې په كراچۍ كښې د امن او امان صورتحال پحقله غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي) د داخله وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې په كراچۍ كښې د امن او امان د صورتحال پحقله غونډه د شورو په ورځ وشوه۔ په غونډه كښې د سندھ رېنجرز ډي جي او د وزارت اعلٰې چارواكو ګډون وكړو۔ داخله وزير ووئيل چې كراچۍ د پاكستان په معيشت كښې د ملا تير حېثيت لري او چا ته به هم د كراچۍ امن خرابولو اجازه ورنه كړې شي۔ ده ووئيل د سوله ايز سياست دې احترام وكړې شي۔ په دې موقع د رېنجرز ډي جي داخله وزير ته بريفنګ وكړو او داخله وزير د رېنجرز د صلاحيتونو او خدماتو ستائنه كولو سره ووئيل چې د رېنجرز د هلو ځلو له امله ښار كښې د جرائم شرح كښې ډېر كمې راغلې دے










