اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي چې حكومت د كاروباري ورورولۍ آسانيو لپاره مهم پالېسي اصلاحات پیل كړې او د قامي معيشت اشاريې مستحكم دي۔ده دا خبره د پاكستان بزنس كونسل پلاوي سره په خبرو كښې كړې چا چې د شورو په ورځ د وائس چيئرمېن توفيق چنائے پھ مشرۍ كښې ده سره ملاقات وكړو۔وزيراعظم ووئيل چې د منقسم منافع منتقلۍ او سرمائے …
حكومت د كاروباري ورورولۍ آسانيو لپاره مهم پالېسي اصلاحات پیل كړی

مزید خبریں
اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي چې حكومت د كاروباري ورورولۍ آسانيو لپاره مهم پالېسي اصلاحات پیل كړې او د قامي معيشت اشاريې مستحكم دي۔ده دا خبره د پاكستان بزنس كونسل پلاوي سره په خبرو كښې كړې چا چې د شورو په ورځ د وائس چيئرمېن توفيق چنائے پھ مشرۍ كښې ده سره ملاقات وكړو۔وزيراعظم ووئيل چې د منقسم منافع منتقلۍ او سرمائے د وړلو راوړلو بشپړه آزادۍ سره پھ هېواد كښې د سرمايه كارۍ راغب كولو په خاطر د خاص اقتصادي سيمو جوړولو په اړه قوانين مرتب كړې شوي دي۔ده ووئيل چې حكومت له امنيتي صورتحال پھ خاص توګه كراچۍ كښې د امن او امان حالت هم ښه جوړول دي كوم سره به چې پرامن چاپېرچل كښې كاروباري ورورورلۍ لپاره تجارت كښې آسانۍ وي۔ده ووئيل چې د پاكستان د معيشت اشاريې مستحكم دي او مثبت پلو زياتېږي د كوم اعتراف چې مشهورو نړيوالو ريټنګ ادارو هم كړې۔وزيراعظم ووئيل چې پاكستان سيمه ايز معيشت كښې يو مهم كردار لوبولو لپاره چمتو دې۔ده په مهمو پالېسو چارو حكومت ته ښه مشورې وركولو كښې د پاكستان بزنس كونسل كردار ستائېلې۔د پاكستان بزنس كونسل پلاوي د وزيراعظم مننه كولو سره د سرمايه كارو باور بحالۍ او د پائيدار كاروباري او تجارتي پرمختګ لار هوارولو لپاره د موجوده حكومت پالېسي اقدامات وستائېل










