اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي)چين كښې د پاكستان سفير مسعود خالد د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پروژو كښې پھ پېشرفت د اطمينان څرګندونه كړې۔د چين مېډيا سره په مركه كښې ده ووئيل چې دې سره به د دواړو ګاونډي او ملګرو هېوادونو ترمينځه د توان٬بنيادي ډهانچې او صنعي بستۍ آبادولو په څانګه كښې لا مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل چې كال 2015 كښې په سي پېك پروژو د …
په پاك چين اقتصادي راهدارۍ پروژه پېشرفت د اطمينان وړ دې

مزید خبریں
اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي)چين كښې د پاكستان سفير مسعود خالد د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پروژو كښې پھ پېشرفت د اطمينان څرګندونه كړې۔د چين مېډيا سره په مركه كښې ده ووئيل چې دې سره به د دواړو ګاونډي او ملګرو هېوادونو ترمينځه د توان٬بنيادي ډهانچې او صنعي بستۍ آبادولو په څانګه كښې لا مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل چې كال 2015 كښې په سي پېك پروژو د عملدرآمد د پېل نه تراوسه شوې پېش رفت د اطمينان وړ دې۔ دواړو هېوادونو د برېښنا٬توان٬بنيادي ډهانچې٬تعميرات٬بندر ځايونو پرمختګ او صنعتي زونز جوړونكو څانګو كښې مرستې ته وده وركړې د كوم چې مثبت اثرات رامخې ته كېږي۔ده ووئيل چې د سي پېك پروژو سره دواړه هېوادونه يو بل ته رانزدې شوي او په راتلونكي وخت كښې به د دې د ګټو له امله د دواړو هېوادونو اولس ته ګټھ ترلاسه شي۔ده ووئيل چې سي پیك د چين اولس مشر شي جن پنګ ون بېلټ ون روډ پروګرام برخه ده او د دواړو هېوادونو د تاريخي ملګرتيا مظهر دې۔ ده ووئيل چې په دريو كلونو كښې د پاكستان په بېلو څانګو كښې پېشرفت شوې او د امن او امان په صورتحال كښې ښه والې راغلې٬معيشت ته وده ترلاسه كېږي او د توان په كمبوت قابو موندلو لپاره ګامونه پرله پسې روان دي










