اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې پاكستان متحده عرب اماراتو سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ ده دا خبره د متحده عرب اماراتو وظيفه ترسره كونكي سفير عيسٰی عبدالله الباشا النعيمي سره د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې شوي ملاقات كښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل چې پاكستان په دې منطقه كښې د ترهه ګرۍ تر ټولو لويې هدف و خو …
پاكستان په دې منطقه كښې د ترهه ګرۍ تر ټولو لويې هدف وو

مزید خبریں
اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې پاكستان متحده عرب اماراتو سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ ده دا خبره د متحده عرب اماراتو وظيفه ترسره كونكي سفير عيسٰی عبدالله الباشا النعيمي سره د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې شوي ملاقات كښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل چې پاكستان په دې منطقه كښې د ترهه ګرۍ تر ټولو لويې هدف و خو د لوئے څښتن په فضل او كرم په دې تر ډېره حده قابو موندل شوې۔ ډېر زر به د دې فتني مكمل خاتمه وكړې شي او د دې نه پس به په هېواد كښې د اقتصادي چارو رفتار تند شي۔اولس مشر ووئيل چې د پاكستان او متحده عرب اماراتو اړيكې د اماراتو مؤسس شېخ زېد بن سلطان النهيان پياوړې ورثه ده او د دې د لا زياتولو ضرورت دې۔ ده ووئيل چې شېخ زېد بن سلطان النهيان د پاكستان لويې دوست وو زه خوشحاله يم چې د ده په ځاې ناست شېخ راشد هم د ده په قدم تللو سره د دواړو ورورڼو هېوادنو ترمينځه اړيكې ټينګول غواړي۔اولس مشر د سفير د خذماتو ستائنه وكړه او وې وئېل چې ده د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو لپاره پياوړي خذمات ترسره كړي۔هيله لرم چې راتلونكې سفير به هم دغه وظيفه په ښه ډول ترسره كړي۔ده سفير ته ووئيل چې د اماراتو مشر ته دې د خېرسګالۍ او نيكو هيلو پېغام ورسوي۔اولس مشر ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلا بېلو څانګو كښې مرسته كېږي او د دې زياتولو ته اړتيا ده چې دغسې دواړه هېوادونه د يو بل د صلاحيت او پوهې څخه استفاده وكړې شي۔










